خوست ښار (پژواک ٣ لړم ٩٠): د خوست د کرنې رياست د لومړي ځل لپاره په دغه ولايت کې په ازمايښتي ډول زعفران کري.
د خوست ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغه ولايت سره د زعفرانو د تخم ياده مرسته د کرنې او مالدارۍ وزارت کړې ده.
خبرپاڼه زياتوي، چې د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست به دغه تخم د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول وکري.
د سرچينې په خبره، چې زعفران به د دغه رياست اړوند د څېړنيز فارم په يو جريب ځمکه کې وکرل شي او وبه کتل شي، چې څومره حاصل ورکوي.
د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست د ترويج مدير انجنير محمدرحيم پژواک ته وويل، چې د زعفرانو د تخم د ازمويلو موخه دا ده، چې په دغه ولايت کې د زعفران کرل دود شي.
ده زياته کړه، چې په خوست کې کرنيزه ځمکه کمه ده او د خلکو له اړتيا سره سم په کافي اندازه حاصل نه شي ورکولاى.
د محمدرحيم په خبره، که زعفران په خوست کې ښه پايله ورکړي، نو له يوې خوا به د خوست کروندګر د کمې ځمکې له کرلو زياته ګټه پورته کړي او له بلې خوا به په راتلونکي کې د کوکنارو د کر مخه هم نيول شوي وي.
د خوست کروندګر د زعفرانو د تخم په راوړلو خوښ دي او وايي، چې که ښه پايله ورکړي، نو د دغه ولايت د بزګرانو پر ژوند به مثبت اغېز وکړي.
د خوست د متون د سيمې يوه اوسېدونکي بزګر چنارګل پژواک ته وويل، چې خوست يو غرنى ولايت دى او لږه کرنيزه ځمکه لري.
د ده په خبره، که په خوست کې زغفران وکرل شي او پايله يې هم ښه وي، نو بزګران به له کمې ځمکې زياته ګټه پورته کړي.
د نوموړي په خبره، خوست ښې اوبه او ښه هوا لري او زعفران به په کې ښه نتيجه ورکړي.
په خوست کې پخوا کوکنار کرل کېدل، خو د چارواکو په وينا، له تېرو پنځو کلونو راهيسي په دغه ولايت کې د کوکنارو د کر کچه صفر شوې ده.
د خوست ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ميرناګل تڼيوال پژواک ته وويل، چې دغه مهال په ټول خوست کې يو بوټى کوکنار هم نه دي کرل شوي.
خوست کمه ځمکه لري، خو په کال کې دوه ځلې کرل کېږي او زيات حاصل ورکوي.
زعفران لومړى ځل په هرات کې دود شول، چې په دغه ولايت کې تر ښې نتيجې وروسته اوس د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دود شوي او ښه حاصل يې ورکړى دى.
تېره مياشت د ننګرهار په ١٤ ولسواليو کې هم په ازمايښتي ډول د زعفرانو کرنه پيل شوه.