Language

د حزب اسلامي د دوو وسلوالو د نيولو خبر ورکړل شو

مهترلام ( پژواک ٣ لړم ٩٠ ) : افغان او ايساف ځواکونو په  لغمان ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د حزب اسلامي د دوو وسلوالو د نيولو خبر ورکړى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په درېيمه،پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا عمليات په الينګار ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې ، چې ددې عملياتو موخه  په سيمه کې د حزب اسلامي وسلوالې ډلې د يوه قوماندان نيول و.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي ، چې ياد شوى قوماندان نيول شوى که څنګه، خو زياته شوې، چې دوه وسلوال يې له وسلو او مهماتو سره نيولي دي.

د الينګار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال ادم خان پژواک ته وويل چې دا عمليات د نور لام صاحب درې د وته جبارخېل په کلي کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې نيول شوي وسلوال مخالفين ملا شېر محمد او  محمد نسيم نومېږي .

د حزب اسلامي وسلوالې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.