کلات (پژواک ٣ لړم ٩٠): د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو یو تن له تښتولو وروسته وواژه.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي د لړم په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې پېښه تېره ورځ مازدیګر رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې درې ورځې مخکې دوو وسلوالو موټرسایکل سپرو د کلات ښار اړوند د ګرم اب له سیمې یو کس، چې په یوه ودانيز شرکت کې چلوونکی و، وتښتاوه.
د امنیت امر زیاته کړه، چې د تښتول شوي کس مړى پرون مازدیګر په ياده سيمه کې وموندل شو او د قاتلینو د نیولو په موخه پلټنې رواني دي.
د کلات ښار د سینک د سیمي یوه اوسېدونکي خان محمد پژواک اژانس ته وویل، چې وژل شوی ځوان بنارس نومېده او د سینک د کلي اوسېدونکی و.
هغه وویل، چې بنارس وسلوالو طالبانو وژلی او پرون ماښام په خپل کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه راز د زابل د امنیت امر د وسلوالو طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې د زابل په شاه جوى، کلات او اتغر ولسوالیو کې يې افغان او بهرنيو ځواکونو ځاني زيان اړولى دى.
خو هغه یواځې د شاه جوى په تازي سیمه کې د ایساف پر لوژستیکي کاروان د وسلوال برید پخلى وکړ او وايي، چې مرګ ژوبله نه لري.
طالب وياند قاري یوسف احمدي ادعا کړې وه، چې پرون سهار یې په شاه جوى، کلات او اتغر ولسوالیو کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP