Language

په ختيځو ولايتونو کې د بشري حقونو ٦١ سرغړونې ثبت شوې دي

جلال اباد (پژواک ٣ لړم٩٠): په ختيځو ولايتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون څانګه وايي چې په دې سيمه کې په تېرو درېيو مياشتو کې له بشري حقونو ٦١ سرغړونې شوي، چې ٤١ يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دي.

کمېسون اندېښنه ښودلې چې د خپلسرو وسلوالو، د پاکستان توغنديزو بريدونو، د بيان ازادۍ پروړاندې خنډونو او د ځمکو غصب سخت اندېښمن کړى دى.

په ختيځه سيمه کې د بشر حقونو ادارې مشر ډاکټر رفيع الله بيدار، نن د لړم په درېيمه په جلال اباد ښار کې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د پاکستان دولت، ايساف او د دولت مخالفينو له خوا د کونړ ولايت پر بېلابېلو سيمو د توغنديزو بريدونو له امله ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او په سلګونو کورنۍ کډ‌ه کولو ته اړې شوې دي.

د نوموړي په وينا، له نړيوالو مرستندويه ادارو پرته افغان حکومت په دې برخه کې هڅې نه دي ترسره کړي.

ډاکټر بيدار وويل، چې د ځمکو د غصب او د ځمکو پر سر لانجه کې د زورواکو او قومونو ښکېلېدل د دولتي شتمنيو د لوټ او تالان بڼه خپله کړې، چې له عادي خلکو يې د انصاف لاره ورکه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د جايدادنو د اصلي مالکانو په اړه د يوه معقول ميکانېزم د نه شتون له امله، يادې شوې لانجې رامنځ ته شوې دي.

نوموړي وويل، چې د چارواکو له خوا په وخت معلومات نه ورکول، د دوى ګواښل او جدي چلند کول هغه سترې ستونزې او ننګونې دي، چې د بيان ازادي يې مستقيماً تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

بيدار زياته کړه: ((د تېرو درېيو مياشتو په ترڅ کې د بشر حقونو د سرغړونې، څارنې او څېړنې څانګې ته ۲۰ شکايتونه رارسېدلي دي، چې ۱۳ يې د بشر حقونو سرغړونې،  ۸ يې د ازادۍ او شخصي امنيت حق پېښې، ۳ يې د کورنۍ جوړولو او رضايت په اساس د واده حق پېښې، يوه د ملکي حق پېښه او درېيو تنو ته جرمي مسووليت راجع نه وو؛ خو له بند څخه راخوشې شوي دي.))

 د نوموړي په وينا، د ښځو د تاوتريخوالي ۴۱ د وهلو، ټکولو، په زور او ماشومتوب د ودولو، د نفقې نه ورکول، له کوره شړل او سپکول پېښې ثبت شوې دي.

هغه ټينګار وکړ چې داسې راپورونه يې هم ترلاسه کړي، چې د يو شمېر کورنيو مېرمنې د کورني تاوتريخوالي له امله د ښځو رياست ته پناه وروړې؛ خو هلته د بډو په بدل کې بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل کېږي.

نوموړي وويل، چې په دې وروستيو کې په ختيځه سيمه کې د وسلو ترلاسه کول ډېر اسانه شوي او زورواکي يې په قانوني ډول له کابل او ولاياتو څخه جواز ترلاسه کوي.

بيدار د تلې د مياشتې په ٢٦ مه شپه د جلال اباد ښار پر غلجي پلازه وسله وال بريد ته په اشارې سره وويل، چې نامسوولو وسله والو د خلکو ژوند او ازادي تر ګواښ لاندې راوستې ده.

د يادونې وړ ده، چې د بشري حقونو په دغه راپور کې د دښتو پر سر د قومي جګړو هغو مرګ ژوبلو ته اشاره نه وه شوې، چې په دغه ولايت کې څو ځله پېښې شوې دي.