کابل (پژواک ٤ لړم ٩٠): د پوهنتونونو د تدريسي نصاب د نوي کولو په موخه، په تېرو درېيو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت هڅې بريالۍ نه وې.
دا خبره د لوړو زده کړو وزارت تدريسي مرستيال محمد عثمان بابري، په کابل کې د پوهنتونونو له ممتازو محصلينو څخه د ستاينې په غونډه کې وکړې.
بابري وويل، چې دې وزارت درې کاله مخکې د پوهنتونونو د نصاب د جوړولو هڅې پيل کړې؛ خو په دې ونه توانېدل چې په درسي نصاب کې بدلون راولي.
د ده په خبره، د نصاب بدلون د حقيقتونو په نظر کې نيولو سره د لوړ ظرفيت، توان او جدي هڅو غوښتونکى دى.
هغه د نه برياليتوب لاملونه په ګوته نه کړل، خو زياته يې کړه چې په تېرو لسو کلونو کې ياد شوي وزارت په پوهنتونونو کې د تدريسي نصاب د بدلون لپاره، هسې چې لازمه وه جدي هڅې نه دي کړي.
بابري وويل چې ياد شوى وزارت په پام کې لري، تر درېيو راتلونکو کلونو پورې د هېواد د ټولو پوهنتونونو پر درسي نصاب بياکتنه وکړي او ټوليز بدلون په کې راولي.
د بابري په وينا، د پوهنتونونو په اوسني درسي کريکولم (نصاب) کې ارواپوهنه، دينې علوم او افغاني ارزښتونه کمرنګه دي؛ خو په نوي کريکولم کې به ورته پاملرنه وشي.
له ممتازو محصلينو څخه د ستاينې په نننۍ غونډه کې، چې په کابل کې د لوړو زده کړو د وزارت له خوا جوړه شوې وه، د هېواد د ټولو پوهنتونونو سلګونو ممتازو محصلينو ګډون کړى وو.
له دغو محصلينو څخه يې يو شمېر د بري ليکونو په ورکولو وستايل شول.
بابري له محصلينو وغوښتل چې د افغانستان اوسني حالت ته په پام سره، خپلو مسووليتونو او وجايبو ته ډېره پاملرنه وکړي، ترڅو افغانستان د نورو هېوادونو د متخصصينو له اړتياوو خلاص کړي.
هغه وويل، چې د وزارت له خوا د ممتازو محصلينو ستاينه کولى شي، نور محصلين وهڅوي چې خپلو درسونو ته ښه پاملرنه وکړي.
بابري يادونه وکړه، د دې لپاره چې په پوهنتونونو کې د محصلينو د جذب کچه لوړه شي، په پام کې لري، په راتلونکي کال کې په هغو څلورو ولايتونو کې تحصيلي موسسې تاسيس کړي، چې اوسمهال يې نه لري.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، غور، فراه، اروزګان او پکتيکا ياد څلور ولايتونه دي.
بابري همداراز وويل، چې په پوهنتونونو کې د محصلينو د جذب د لوړوالي لپاره به په پوهنتونونو کې په بېلابېلو څانګو کې ٤٠ نوي ديپارتمنتونه هم تاسيس کړي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش د معلوماتو له مخې، د تېر کال د کانکور د ازموينې له شاوخوا ١٦٠زره ګډونوالو څخه شاوخوا ٣٢زره د لوړو زده کړو او شاوخوا ٣٨زره د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شوي دي.