ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اتصالاتو او کرکټ بورډ ترمنځ ددرې کلنې همکارۍ تړون لاسليک شو

د اتصالاتو او کرکټ بورډ ترمنځ ددرې کلنې همکارۍ تړون لاسليک شو

کابل ( پژواک ٤ لړم ٩٠ ): د اتصالاتو مخابراتي شرکت تر راتلونکيو درې کلونو پورې د افغانستان له کرکټ بورډ سره  په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کوي.

ه دې اړه نن (د لړم په څلورمه ) په کابل کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت او دافغانستان کرکټ بورډ مسوولينو ترمنځ يو تړون لاسليک کړ.

پر دې تړون د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش او په افغانستان کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت مرستيال اجرائيوي رييس ياسر ابو العمايم  لاسليک وکړ.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت له څو کلونو راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ او ملي لوبډلې سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته او همکارۍ کوي.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت مرستيال اجرائيوي رييس ياسر ابوالعمايم وويل چې شرکت يې په افغانستان کې لوبو سره مرستې او همکارۍ ته ژمن دى.

هغه زياته کړه چې دوى تل د افغانستان کرکټ بورډ سره ددې لوبې د ودې او پرمختګ لپاره همکارۍ کړې دي.

ياسر وويل :(( د ځوان نسل د ښې پالنې او ديوې سالمې او پرمختللې ټولنې لپاره لوبې تر ټولو ښه وسيله ګڼل کېږي، افغان ځوانان ښه استعدادونه لري او کولى شي چې نړيوالو ته د لوبو له لارې خپلې وړتياوې وښيي.))

له دې تړون څخه وروسته خبري غونډې ته پخپله وينا کې د کرکټ بورډ مرستيال او سلاکار وزير شهزاده مسعود وويل چې له دې کار سره نه يواځې لوبغاړي تشويقيږي، بلکې د لوبغاړو اقتصادي ستونزې هوارې او هغوى خپله زياته پاملرنه د کرکټ لوبې ته اړوي .

د هغه په وينا، له دې مرستې او همکارۍ سره د افغانستان کرکټ بورډ کولى شي ، چې د ملي لوبډلې لپاره پياوړي لوبغاړي ترلاسه کړي.

نوموړي په افغانستان کې د کرکټ لوبې په وده او پرمختګ کې د اتصالاتو د مخابراتي شرکت له هلو ځلو او همکاريو څخه مننه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ا جرائيوي رييس نسيم الله دانش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نوي تړون له مخې،د اتصالاتو مخابراتي شرکت تر راتلونکيو درې کلونو پورې د افغانستان کرکټ بورډ په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کوي.

د هغه په وينا،د همکارۍ ددې تړون له مخې ، د اتصالاتو مخابراتي شرکت به په کابل او جلال اباد ښارونو کې د کرکټ د دوو اکاډميو په جوړولو کې مرسته وکړي.

دانش وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ په پلان کې لري ، چې د لومړي ځل لپاره د اسيا په کچه د ملي لوبډلې ترڅنګ د هېواد د کرکټ الف او  ١٩ کلنو لوبډلو هغو لوبغاړو لپاره معاشونه وټاکي، چې له کرکټ بورډ سره قرارداد ولري.

نوموړي زياته کړه چې د اتصالاتو مخابراتي شرکت سره د شوي تړون له مخې، تر راتلونکيو درې کلونو پورې به د الف او ١٩ کلنو لوبډلو لوبغاړو معاشونه او ددوى د ځينو بهرنيو سفرونو لګښتونه هم د اتصالاتو شرکت له خوا ورکول کېږي.

دانش وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ تل هڅه کوي ، چې د شوي تړون له مخې، ترلاسه کېدونکې پيسې په سمه توګه وکاروي او په افغانستان کې د کرکټ لوبې د پرمختګ لپاره ترې زياته ګټه پورته کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.