Language

په بهسودو کې د هډې لېسې ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې

جلال اباد (پژواک ٤ لړم ٩٠): د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د هډې لېسې ته د جاپان په مالي مرسته د نوې دوه پوړيزې ودانۍ د بنست ډبره کېښودل شوه.

 د ننګرهار د پوهنې رييس پوهندوى الله داد اسماعيلزي د لړم په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ودانۍ په نيم جريب ځمکه کې د جاپان د جايکا موسسې د شاوخوا دوه سوه دېرش زره امريکايي ډالرو په مالي مرسته د نهو مياشتو په موده کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې په دې ودانۍ کې ١٦ تدريسي او اته اداري خونې له نورو ملحقاتو سره جوړېږي.

اسماعيلزي وويل، چې د هډې په لېسه کې شاوخوا ۱۵۰۰ هلکان دا مهال تر شنه اسمان لاندې پر زده کړو بوخت دي.

هغه تمه څرګنده کړه، چې د ياد شوي ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو سره به يې د سرپنا ستونزه حل شي.

د جايکا موسسې يوه مسوول انجنير عثمان غني پژواک ته وويل، ياده شوې دوه پوړيزې ودانۍ به په ښه کيفيت او اساسي ډول د نهو مياشتو په موده کې جوړه او ګټې اخيستنې ته به يې وسپاري.

د يادونې وړ ده، چې دا مهال په ټول ننګرهار کې ۷۸۵ ښوونځيو کې شاوخوا شپږ سوه زره زده کونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ۳۹۰ ښوونځي يې ودانۍ نه لري.