Language

په زابل کې نږدې ٣ زره کيلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول شول

کلات ( پژواک ٤ لړم ٩٠ ) : د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې نږدې درې زره کيلو ګرامه نشه يي توکي او سلګونه بوتله الکولي مشروبات وسوځول شول.

د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شیرزاد د لړم په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې پدغو نشه يي توکیو کې هیروین، تریاک ، چرس او الکولي مشروبات شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه توکي په روان کال کې د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پولیسو او نورو امنیتي ارګانو له لوري په بېلابېلو ۴۴ پېښو کې نیول شوي و.

امنیه قوماندان زیاته کړه چې نن ۱۱۸ کیلو ګرامه  هیروین، ۶۲۶ کیلو ګرامه چرس، ۱۷۲۳ کیلو ګرامه تریاک او ۷۴۰ بوتله الکولي مشروبات د دې ولایت د چارواکيو او عامو خلکو پر وړاندې وسوځول شول .

د هغه په وينا، له دغو نشه يي توکیو سره ۵۶ تنه د قاچاق په تور د پولیسو له لوري نیول شوي و، چې اوس په عدلي او قضایي ارګانونو کې تر پلټنو لاندې دي.

دده په خبره، چې له یادو نشه يي توکیو سره ۱۴ عرادې بېلابېل موټر هم د پولیسو له لوري نیول شوي دي .

شېرزاد زیاته کړه چې په روان کال کې د زابل د نشه يي توکیو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د نشه يي توکیو د کښت او قاچاق پر وړاندې خپله مبارزه ګړندۍ کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.