جلال اباد(پژواک٤لړم٩٠): په ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې د دعوې له امله د شخړو د مخنيوي په موخه د درېيو کلونو لپاره د اوربند تېږه کېښودل شوه.
دغه ځمکه ، چې يوه دښته ده، د غني خېلو ولسوالۍ اړونده موقعيت لري، چې د غني خېلو د شينوارو قوم د علي شېر خېلو قبيلې او د سپين غر او اچين ولسواليو د سه پايې قوم پرې د ملکيت دعوه کوي.
نن د (تلې ٤) د ننګرهار د والي ګل اغا شيرزي په منځګړتوب د قومي مشرانو په يوه جرګه کې د درې کلن اوربند تېږه کېښوده.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې قومي مشران او دولتي پلاوي د دغو شخړو په هواري بريالي نه شول، نو ګل اغا شيرزي پرېکړه وکړه، چې د دواړو غاړو وسلوال به د نظامي عملياتو له لارې بې وسلې کړي.
نوموړي زياته کړه، چې دولت پرېکړه وکړه، چې نن سهار به پر٦بجو پراخه په دې سيمه کې عمليات پيل کړي.
خو د هغه په وينا، کله چې والي د له نظامي ځواکونو او قومي مشرانو سره يو ځاى سيمې ته ورغى، دواړو غاړو د جرګې غوښتنه وکړه.
د والي وياند زياته کړه: ((نن ماښام پنځه بجې دواړو غاړو والي ته ليکلي ژمنه ورکړه، چې درې کلن اوربند به ټينګ کړي او سبا د پنجشنبي په ورځ به ټول قومي جنګيالي له دغه دښتې څخه اوباسي.))
نوموړي زياته کړه ،چې دواړو خواوو د شينوارو د قوم يوې دوولس کسيزې جرګې ته واک ورکړ، چې له اوربند وروسته د دوى ترمنځ جرګه وکړي.
دسه پاي قومي مشر ملک عثمان پژواک اژانس ته وويل،چې د شوې پرېکړې له مخې به سبا ترغرمې پورې خپل ١٥٠٠وسلوال، چې په درندو او سپکو وسلو سمبال دي له دغه دعوه ګيرې دښتي څخه اوباسي.
ملک عثمان زياته کړه،چې که دولت ترې د وسلې د سپارلو غوښتنه وکړي، نو دوى تيار دي چې ټوله وسله دولت ته ورکړي.
دعلي شېرخېلو قومي مشر حاجي ملاجان شينواري وويل، چې د تړون له مخې به خپل ټول وسلوال کسان له مورچو راکوز کړي او سيمه به پرېږدي.
د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار والي وروسته له هغې په سيمه کې د عملياتو تابيا ونېوله، چې د علي شېرخېلو قوم له ولسمشر کرزي سره کتنه او د تېرې ورځې په جرګه کې د نه ګډون پرېکړه وکړه.
په دغه دوه کلنه شخړه کې تراوسه د دواړو غاړو، شاوخوا سل تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د سپين غر په لمنه کې پرتې اته ولسوالۍ ورسره ناامنه شوې وې.