Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

څلورو تنه په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شول

چاريکار(پژواک ٤لړم ٩٠): څلور کسان د کابل – پروان پر لويه لاره ديوې ترافيکي پېښې له امله مړه او يوتن ټپي شو.

د کابل ولايت د قره باغ ولسوال خواجه محمدحنيف صديقي پژواک ته وويل،چې دا پېښه نن د لړم په ٤مه د کابل – پروان پر لويه لاره ددې ولسوالۍ د ماشين اب په سيمه کې رامنځته شوه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يو کرولا موټر، چې له پروان څخه د کابل پر لوري روان و،له يوه هينو ډوله موټر سره وجنګيد.

صديقي زياته کړه،چې په دې پېښه کې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون د کرولا څلور سپرلۍ مړې او چلوونکى يې ټپي شو.

د قره باغ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالمتين پژواک ته وويل،چې ددې پېښې ټپيان او مړي کابل ته لېږدول شوي دي.

هغه ددې پېښې لامل د کرولا موټر د چلوونکي ډير سرعت او د سړک د سور کموالى په ګوته کړ.

يوه عيني شاهد عمادالدين پژواک ته وويل: ((کرولا موټر ډير تيز روان و،کله يې چې د هينو موټر وليد، نو ځان يې کنټرول نشواى کړاى او وجنګيد.))

د هغه په وينا،خلکو دوه ميرمنې په داسې حال کې چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړى و،له موټر څخه راوېستې.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.