لښکرګاه (پژواک ٥ لړم ٩٠): د هلمند د ولايت ١٩اوسېدونکي، چې د پروان په ولايت کې زندانيان وو، خوشي او په لښکرګاه کې خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
د دغو بنديانو د سپارلو په مراسمو کې د ولايت مقام د دفتر رييس محمد لعل احمدي، له بګرام څخه راغلي پلاوي، امنيتي چارواکو او د خوشي شويو بنديانو د کورنيو غړو ګډون کړي وو.
احمدي غوڼدې ته په خپلې وينا کې له خوشي شويو کسانو وغوښتل، چې له دولت سره د امنيت او بيارغونې په برخه کې مرسته وکړي.
دغه راز نوموړي پر هغو کسانو، چې د دولت پر وړاندې په وسلوال مخالفت كې ولاړ دي، غږ وکړ، چې له جګړې لاس په سر او د سولې لاره دې خپله کړي.
د بګرام او څرخي پله د پوځي زندانونو مسوول بريد جنرال صفي الله صفي وويل، چې ياد كسان د هلمند د سولې د عالي ولايتي شورا او قومي مشرانو په ضمانت خوشي شول.
د هغه په وينا، ياد کسان د هلمند په مارجې او ګرمسېر ولسواليو كې د ګډو ځواکونو له خوا د بېلابېلو عملياتو پر مهال نيول شوي وو.
نوموړي وويل، له يادو كسانو سره په پروان زندان کې، چې پخوا د بګرام زندان په نوم يادېده، هېڅ ډول ناوړه چلند نه دى شوى او د هستوګنې ټول امكانات ورته برابر شوي وو.
جنرال صفي زياته کړه، چې د پروان زندان له تېر يو كال راهيسې د افغان ملي اردو ځواكونو ته سپارل شوى او خوشي شوي كسان ډېرى هغه خلك دي، چې له محكمې پرته د قومي سپين ږيرو په ضمانت او غوښتنه خوشي شوي دي.
د محمدمنير په نوم يوه خوشي شوي بندي له ملي اردو ځواکونو مننه وکړه، چې دوى يې خوشي کړل.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په مارجې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د دوى له سيمې پر ګډو ځواکونو ډزې شوې وې، چې وروسته د ګډو ځواکونو له خوا دى له خپل کور يوړل شو.
ده زياته کړه: ((زه بې ګناه وم، ځکه خوشى شوم.))
نوموړي وويل، چې په زندان کې له ده او نورو بنديانو سره ښه چلند شوى دى.