ميدان ښار ( پژواک ٥ لړم ٩٠ ) : وسلوالو طالبانو په ميدان وردګو ولايت کې يو پخوانى جهادي قوماندان او قومي مشر وواژه.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد د لړم په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د سيد اباد ولسوالۍ د کوز حسن خېلو په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې دوو موټر سايکل سپرو وسلوالو طالبانو پخوانى جهادي قوماندان او قومي مشر ٥٠ کلن انجنير ميرويس د خپل کور مخې ته وواژه او وتښتېدل.
دى وايي چې بريد کوونکي په سيمه کې د ملا زيارت په نامه د يوه ځايي طالب قوماندان وسلوال وو.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا رييس حضرت محمد جانان پژواک اژانس ته وويل چې انجنير ميرويس د جمعيت اسلامي پخوانى جهادي قوماندان و.
د نوموړي په وينا، چې ميرويس کومه دولتي دنده نه لرله او په سيمه کې يې د يوه مخور په توګه د خلکو شخړې د جرګو مرکو له لارې هوارولې.
د ولايتي شورا رييس وويل چې دوى هغه څو وارې د انکشافي شوراګانو د مشرۍ لپاره وړانديز کړى و، خو هغه نه وه، منلې .
دده په خبره ، چې انجنير ميرويس د ولسي جرګې په لومړۍ دوره کې له دغه ولايت څخه ځان کانديد کړى و ، خو نه و بريالى شوى .
د يوبل خبر له مخې، تېره شپه د ايساف ځواکونو ددغه ولايت د چک ولسوالۍ په بک سمند سيمه کې څلور تنه له وسلوالو طالبانو سره د اړيکې په شک نيولي دي .
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک ته وويل چې په دغو کسانو کې يوتن شکمن او درې تنه نور يې عام وګړي دي ، چې د خوشې کولو لپاره يې دوى هڅې پيل کړې دي .
د نوموړي په خبره، چې په نيول شويو کسانو د چک د سيمه ييزې شورا غړى او د دې ولايت د اقتصاد د رييس ورور هم شامل دى .
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP