جلال اباد (پژواک ٦ لړم ٩٠): ايساف وايي چې د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو په ولسوالۍ کې يې د عملياتو په ترڅ کې پنځه شکمن کسان نيولي دي؛ خو ځايي اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو لس ملکي وګړي له ځان سره بېولي دي.
د خوګياڼيو ولسوال حاجي محمد حسن د لړم په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه، ايتلافي ځواکونو د عملياتو پرمهال ٥ تنه نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه عمليات تېره شپه د يادې شوې ولسوالۍ د حکيم اباد په کلي کې ترسره شوي دي.
ولسوال داپه ډاګه نه کړه، چې نيول شوي کسان ملکيان دي او که طالبان.
د حکيم اباد د کلي يوه مخور نجيب الله پژواک ته وويل، چې ايتلافي ځواکونو د شپې له يوولسو بجو د سهار تر ٥ بجو پورې د دوى کلى کلابند کړى وو.
نجيب الله زياته کړه، چې ايتلافي ځواکونو د خلکو کورونه پلټلي، د درې کورونو دروازې يې په بمونو الوځولي او له کورونو څخه نقدي پيسې هم غلا شوې دي.
د ده په وينا، سهار معلومه شوه چې ايتلافي ځواکونو له ځان سره د کلي لس اوسېدونکي بېولي او له دوو کورونو څخه يې ٣ کلاشينکوفونه هم وړي دي.
نوموړي زياته کړه، يادو شويو ځواکونو د شېرزاد، قاري نسيم او ضابط په نامه درې تنه او د هغوى دوه مېلمانه هم بېولي دي.
د هغه په وينا، نيول شوى کسان ټول بې ګناه او ملکي وګړي دي.
په ختيځو ولايتونو کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه تېره شپه د خوګياڼيو ولسوالۍ د حکيم اباد په کلي کې د عملياتو پرمهال ٥شکمن کسان نيولي دي.
مطبوعاتي دفتر د خلکو هغه خبرې رد کړي چې ګواکې، ځواکونو يې د خلکو له کورونو څخه پيسې وړې دي.