کابل (پژواک ٦ لړم ٩٠): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د افغانستان په سوېل کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا نن (د لړم شپږمه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېرى يې نن د افغانستان په سوېل کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
ايساف د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى؛ خو بايد وويل چې د هېواد په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو ٤٩٧ سرتېري وژل شوي، چې ٣٩٦ يې يواځې امريکايان دي.