Language

جلال اباد (پژواک ٦ لړم ٩٠): د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې د يوه دوه کلن ماشوم په ګډون ٤ تنه ووژل شول او درې نور ماشومان ژوبل دي.

 د خوګياڼيو ولسوال حاجي محمد حسن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن (د لړم شپږمه) سهار ٨ بجې د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر وشوه.

 د ده د معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال د کجل برج په سيمه کې رامنځ ته شوه، چې د ملکي وګړو موټر د دې ولسوالۍ له مملې کلي څخه د جلال اباد ښار پر لور روان و.

 ولسوال وايي چې په وژل شويو کسانو کې يوه مېرمن، دوه نارينه او يو دوه کلن ماشوم شامل دي.

 ده وويل، چې درې نور ټپي ماشومان چې عمرونه يې له لسو کلونو کم دي، د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.

 د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې د همدې پېښې له ځاى څخه درې تنه ټپيان ولايتي روغتون ته راوړل شوي، چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

 حاجي حسن وويل چې نه پوهېږي، په سړک کې ماين چا ځاى پرځاى کړى و.

 د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اونيو کې په خوګياڼيو ولسوالۍ کې په څلورو بېلابېلو چاودنو کې، د يو شمېر موسسو د کارکوونکو په ګډون ٤ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

 دغه پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې ملګرو ملتونو د تېرې چنګاښ مياشتې په ٢٣مه، ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يو شپږ مياشتنى راپور خپور کړ.

 په دغه راپور کې ويل شوي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې ١٤٦٢عام وګړي وژل شوي دي.

 سرچينې زياته کړې وه، چې له دې ډلې ٨٠ سلنه يې د وسله والو مخالفينو او ١٤سلنه يې د ناټو ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

 خو وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور يو اړخيز او له حقايقو لرې بللى وو.