جلال اباد(پژواک٦ لړم٩٠): دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو وروسته له هغې د شينوارو دسه پاى قوم پرضد عمليات ترسره کړل، چې وسلوالو پردولتي ځواکونو بريد وکړ.
له تېرو دووکلنو راهيسې د اچين ولسوالۍ ديوې دښتې پرملکيت دشينوارو د ددوقومونو ، سپه پاي او علي شيرخيلو ترمنځ شخړه روانه وه، چې له امله يې د دواړو لورو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دوه ورځې دمخه دننګرهار والي ګل اغا شيرزي، يادو قومونو ته اخطار ورکړى وو، چې خپل وسلوال بې وسلې او دښته خوشي کړې.
په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امين الله امرخيل د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې پرون دواړو قومونو دولت ته ژمنه ورکړې وه چې دښته خالي کړي، خو هغه زياته کړه، چې نن مازديګر په ٤بجو د سلوالو پرهغه قرارګاه بريد وکړ ، چې والي ګل اغا شيرزي، ملي اردو اود پوليسو قوماندانانو پکې غونډه لرله.
هغه زياته کړه ، چې په دي بريد کې دوه پوليس ټپيان شول او وروسته دولتي امنيتي ځواکونو ځوابې عمليات پيل کړي دي.
دامرخيل په وينا، قومي وسلوالو په دي جګړه کې له درندو وسلو څخه هم کار اخيستې ده.
د سپين غر ولسوالۍ امنيه قوماندان ملک زرجان پژواک ته وويل، چې په دغه نښته کې د قوم ٧ تنه وسلوال وژل شوي او ٦٥ژوندي نيول شوي دي.
د ننګرهار دعامي روغتيا رېيس ډاکتر باز محمد شيرزاد پژواک ته وويل،چې تراوسه روغتون ته ١٥تنه ټپيان وروړل شوي دي.
خو دسه پاي قوم د يوه قومي مشر ملک عثمان دکور غړي حيات الله پژواک ته وويل،چې په دغه جګړه کې ددوي له ١٠٠ څخه زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٨٠تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
دعلي شيرخيلو دقوم يوه تن قومي مشر ملاجان شينواري پژواک ته وويل، چې په دغه جکړه کې د ملي اردو ٤سرتيري او د والي ګل اغا شيرزي يوتن ساتونکي وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه ، چې دولت سره دشوى تړون له مخې دوې پرون دښته خوشي کړې وه، خودشپي لخوا دسه پاي قوم وسلوالو يوځل بيا پردښته قبضه او مورچې پکې جوړي کړي.
دننګرهار دوالي وياند احمد ضيا عبدالزي پژواک ته وويل،چې پرون دواړو قومونو تضمين ورکړي وو چې دښته به خوشي کوي خو نن سهار دسه پاي قوم سلوالو يوځل بيا په ياده دښته کې مورچې نيولي وي.
نوموړي زياته کړه ، چې والي دوي ته يو پلاوې وليږه چې سيمه تخليه کړي خو هغوي انکار وکړ او پردولتي ځواکونو يې ډزي پيل کړي.
دهغه په وينا په ډزو کې ٣پوليس ټپيان او ٢رينجر موټر ويجاړ شوي دي.
د عبدالزي په وينا، چې دولتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ٣وسلوال وژل شوي او ٢تنه نور ټپيان دي.