جلال اباد ( پژواک ٧ لړم ٩٠ ) : د ننګرهار دشينوارو د سه پاى قوم ادعا کوي چې تېره ورځ د ايساف او دولتي ځواکونو په بريدونو کې يې ١٥٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دولتي سرچينې دا شمېره ٢٩ تنه ښيي.
له تېرو دووکلونو راهيسې د اچين ولسوالۍ ديوې دښتې پرملکيت دشينوارو د ددو قومونو ، سپه پاى او علي شيرخېلو ترمنځ شخړه روانه وه، چې له امله يې د دواړو لورو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
درې ورځې دمخه د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، يادو قومونو ته اخطار ورکړى و ، چې خپل وسلوال بې وسلې او دښته خوشې کړي.
خو په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امين الله امرخېل د لړم په ٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې وړمه ورځ دواړو قومونو له دولت سره ژمنه وکړه، چې دښته خالي کړي.
خو هغه زياته کړه، چې پرون مازيګر په ٤بجو سلوالو پر هغې قرارګاه بريد وکړ، چې والي ګل اغا شېرزى، ملي اردو اود پوليسو قوماندانانو پکې غونډه لرله.
د نوموړي په وينا،په دې بريدکې درې پوليس ټپيان شول او وروسته دولتي امنيتي ځواکونو ځوابې عمليات ترسره کړل.
د سه پاى يو تن قومي مشر حاجي سلام پژواک اژانس ته وويل ، چې تېر ماښام دولت د ځمکې او ايساف د هوا له لارې د دوى پر قومي سرتېرو عمليات ترسره کړل.
نوموړى زياتوي ، د هغې ژمنې له مخې، چې سه پاى او علي شېرخېلو له دولت سره کړې وه ، د دوى قومي لښکر تر شخړې لاندې دولتي دښته تخليه کړې وه .
د حاجي سلام په وينا، تېر ماښام د دوى قوم په دې تمه چې دولتي سرتېرو او چارواکيو ته به رسماً خپلې پوستې او سيمه وسپاري ، دولت پرې ناڅاپي بريد وکړ.
نوموړي قومي مشر زياته کړه ، چې دايساف الوتکو د دوى پر کورونو او کروندو د راکټ او دهشکو ډزې کړې دي .
هغه زياتوي : ((زموږ پنځوس کسان وژل شوي ١٠٠ تنه ټپيان ، ١٣ تنه ورک او ٨٠ تنه دولت نيولي دي .))
د سپين غر ولسوالۍ د سياه چوب کلي يو تن قومي مشر مولوي الله محمد چې له سلګونو تنو سره يې دوه جنازې پورته کړې وې او پلويانو يې د والي ګل اغا شېرزي پر ضد شعارونه ورکول، وويل چې ددوى مړي اوس هم په دښته کې پراته دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د اچين د کهي دښته اوس هم دايساف او دولتي ځواکونو په محاصره کې ده ، نوموړي غوښتنه وکړه چې دپاتې مړو دليږدولو اجازه دې ورکړل شي.
د سه پاى قومي مشر حاجي خاطر شينواري په داسې حال کې چې يې ژړل، په سيمه کې پژواک ته وويل چې ګل اغا شېرزي پرې ډير ظلم وکړ.
نوموړي ژورنالېستانو ته وويل ، چې تر دې وروسته به د سيمې ښوونځي وتړي له ولسوالۍ او ولايت سره به پرېکون وکړي او هغه سلګونه سرتېري ځوانان چې په اردو او پوليسو کې دندې ترسره کوي ، سرله نن څخه خپلو کورونوته راوغواړي .
د هغه په وينا، دولت او ايساف يې دښوونځيو بې ګناه زده کوونکي او زلميان وژلي دي.
حاجي خاطر شينواري وويل ، چې قوم يې ١١ کاله دشينوارو په شپږو ولسواليو کې د وسلوالو طالبانو مخه نېولې وه .
نوموړي زياته کړه : ((دولت راته د وفادارۍ بدله په هوايي او ځمکني بريدونو راکړه .))
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د تېرې شپې په نښته کې سه پاى قوم ګرم وباله ، چې له ژمنې وروسته يې هم په دولتي دښتې کې نه يواځې داچې خپل لسګونه وسلوال ساتلي و، بلکې د دولت پر وسلوالو ځواکونو يې دوه ځله بريد هم وکړ .
د هغه په وينا، په دې بريد کې درې پوليس ټپيان او دوه رينجر موټر له منځه ولاړل .
د والي وياند زياته کړه چې په سيمه کې د ايساف هوايي ځواکونو د دولت د ملاتړ په موخه بمبار ترسره کړى .
عبدالزي ومنله ، چې د دولت په ځوابي بريد کې له سه پاى قوم څخه ١١ تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي دي .
د والي وياند وويل ، چې د ليکلو ژمنو له مخې به دولت په هېڅ ډول دواړو قومونو ته اجازه ور نه کړي ، چې په دښته کې د ملکيت په موخه شخصي پوستې جوړې کړي .
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر نن سهار پژواک ته وويل ، چې دوى د ننګرهار په شينوارو کې ديوې نښتې په اړه اطلاع لري، خو نور جزئيات يې نه و ورکړي.
خو ځينو رسنيو دايساف په حواله ليکلي ، چې ددوى په هوايي بريد کې ٣٠ وسلوال وژل شوي دي.
بايد وويل ، شي چې د اچين اوسپين غر ولسواليو د کهي دښتې ملکيت پر سر د دواړو قومونو ترمنځ دولتي جګړې ١٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه ، چې د تېرې شپې اوښتي تلفات پرې زيات شول .