ميدان ښار ( پژواک ٧ لړم ٩٠ ) : د ميدان وردګو ولايت پوليسو په بهسودو ولسوالۍ کې د وسلوالو غلو يوه اوه کسيزه ډله نيولې ده.
ددې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د لړم په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد غله په بهسودو ولسوالۍ کې پر لاره د مساپرو د لوټونې په موخه د ملايعقوب کوتل ته څېرمه راوتلي و، چې د ملي پوليسو له خوا لاس په لاس ونيول شول.
هغه زياته کړه،چې دغې اوه کسيزه ډلې څو ځلې دمخه هم ددې ولايت د بهسودو په لومړۍ حصې او د بهسودو په مرکز او کليو کې يې غلاوې کولې او همدارنکه به يې د ميدان – باميانو د لارې مساپرين لوټول .
د شاهد په وينا، پرون مازيګر ناوخته دغې ډلې په سيمه کې د مساپرينو موټر درولي و او د لوټونې په حال کې و، چې د بهسودو ولسوالۍ د ملي پوليسو له خوا لاس په لاس ونيول شول.
نوموړى وايي چې ياد شوي غله د باميانو ولايت اوسېدونکي دي او له دوى څخه يو ميل کلاشينکوف، دوه ميله تومانچې،۲۷ عدده مبايلونه،يو فلاينګ کوچ بې پليټه موټر او يو شمېر نغدې پيسې او اجناس ترلاسه شوي دي .
د والي وياند وايي چې دغه وسلواله ډله اوس مهال د کشفي او عدلي ارګانونو تر پوښتنو لاندې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP