کلات (پژواک ٨ لړم ٩٠): ايساف ځواکونه وايي، چې په زابل کې يې تېره شپه په عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون درې وسلوالو طالبان نيولي دي.
د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو له لوري نن (د تلې ٨ مه) پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات د زابل په مرکز کلات ښار کې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې يو طالب قوماندان له دوو ملګرو سره يوځاى نيول شوى دى.
سرچينې د ياد قوماندان نوم نه دى په ډاګه کړى، خو زياتوي، چې دغه کس پر بهرنيو ځواکونو د سړک د غاړې په ماين چاودنو کې لاس درلود.
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د کلات ښار شمال لوېديځ لور ته د لومک او ګرم اب په سيمو کې عمليات کړي دي.
سرچينې زياته کړه، چې ايساف ځواکونو يو شمېر کسان نيولي، خو دوى يې د هويت او شمېر په اړه معلومات نه لري.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د زابل په سيوري او شاه جوى ولسواليو کې د بهرنيو ځواکونو پر مرکزونو د بريدونو ادعاوې کړې، چې د زابل امنيتي چارواکي يې ردوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP