مزارشريف (پژواک ۸ لړم ٩٠): د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې لس وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شول.
د بلخ د سولې د عالي شورا مشر حاجي اختر محمد ابراهيم خېل نن خبريالانو ته وويل، چې د سيمې د مخورو په مرسته يې د چاربولک ولسوالۍ په سالارزيو کلي کې دغه طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د (ابتکار۳) د عملياتو له پېلېدو سره سم، يو زيات شمېر طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.
د ابراهيم خېل د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اونيو کې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه څه باندې ۱۲۰ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شوي او په وينا يې د سيمې پاتې وسله وال هم د سولې له شورا سره په خبرو بوخت دي، چې په نږدې راتلونکي کې به وسلې پر ځمکه کېږدي.
په همدې حال کې د بلخ امنيتي چارواکي، د دې ولايت په ناامنو سيمو کې د (ابتکار۳) د عملياتو د ختمېدو خبر ورکوي.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال عصمت الله عليزی نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د بلخ په چاربوک، چمتال او شولګره ولسواليو کې د (ابتکار۳) عمليات پای ته رسېدلي او يادې شوې سيمې يې د مخالفينو له شتون څخه پاکې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ۸۰ ميله بېلابېل ډول وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
د بلخ په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې د مخالفينو د ځپلو په موخه، پوليسو او ملي اردو په ګډه دوه اونۍ وړاندې د ابتکار ٣ په نامه عمليات کړي وو.
د بلخ امنيه قوماندان وويل، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې په چاربولک او چمتال ولسواليو کې ۳۰۰ سيمه ييز ساتونکي (CIP) تقويه شوي دي.
دغه ساتونکي په سيمه کې د بيارغونې د پروژو د ساتنې او همداراز په سيمه کې د امنيت د ټينګښت په موخه ګومارل شوي دي.
نوموړي له حکومت او نړيوالو ځواکونو وغوښتل، چې په سيمه کې د پراختيايي پروژو په پلي کولو کې هڅه وکړي.
د سيمې يو شمېر اوسېدونکي د (ابتکار۳) له عملياتو څخه خوښ بريښي؛ خو زياتوي چې د وسله والو له بيا راتګ څخه وېرېږي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي جان محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ابتکار له عملياتو څخه خوښ دی؛ خو وېرېږي چې طالبان به بيا راشي.
نوموړي زياته کړه: ((دا څويم ځل دی، چې حکومت راځي او طالبان ځي او حکومت ځي او طالبان راځي.))
د هغه په وينا، حکومت ښايي په سيمه کې دوامداره شتون ولري او د مخالفينو مرکزونه له منځه يوسي.