کابل (پژواک ٨ لړم ٩٠): په کابل کې د اروزګان د بارکزيو يو قومي مشر په خپل کور کې ووژل شو.
د کابل د پغمان ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال دُر محمد خان دغه پېښه تاييد کړه؛ خو په اړه يې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
د هغه په خبره، په دې اړه څېړنې پيل شوې دي او له هغې وروسته به يې په اړه بشپړ معلومات خپاره کړي.
د وژل شوي قومي مشر داوود خان يوه خپلوان سردار محمد پژواک اژانس ته وويل، چې نوموړى نن غرمه د ډوډۍ خوړلو پرمهال په پغمان کې په خپل کور کې د يو مېلمه له خوا ووژل شو.
هغه وويل، چې په دې پېښه کې يو بل مېلمه او د حاجي داوود اشپز ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره، حاجي داوود پخوا د اروزګان ولايت د چورې ولسوال و او اصلي ځاى يې د اروزګان د مرکز ترينکوټ اړوند د سرخچلو کلى و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم کومې ډلې د داوود خان د وژلو مسووليت په غاړه اخيستى دى.
شاوخوا درې مياشتې وړاندې د اروزګان پخوانى والي جان محمد خان او په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازى محمد هاشم وطنوال هم، په کابل ښار کې د جان محمد خان په کور کې په يوه وسله وال بريد کې ووژل شول