Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوه ماين خښوونکي ووژل شول

مهترلام (پژواک ٩ لړم ٩٠): د لغمان امنيه قوماندانۍ وايي چې تېره شپه دوه ماين خښوونکي د ايساف ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د لړم په نهمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ولايت د مرکز مهترلام اړونده د کټل د شهيد بابا په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچينې زياته کړه، دوو وسلوالو طالبانو چې په کولنګ او بېلچو سره يې سړک کېنده او غوښتل يې چې ماين خښ کړي، له هوا څخه د ايساف تر بريد لاندې راغلل او دواړه ووژل شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوي طالبان د لغمان د مرکز مهترلام اړونده د بصرام د سيمې اوسېدونکي وو.

د نذير احمد په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې دوى د شپې په يوه بجه د چاودنې غږ واورېد؛ خو پوه نه شول چې څه خبره شوې ده.

د هغه په وينا، سهار خبر شول چې دوه ماين خښوونکي له هوا څخه ويشتل شوي او وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.