Language

د استانبول په غونډه کې د سيمې هېوادونو پر لويو ګډو اقتصادي پروژو خبرې کېږي

استانبول (پژواک ۹ لړم ۹۰): د استانبول په غونډه کې به د سيمې هېوادونو پر لويو ګډو اقتصادي پروژو خبرې وشي.

دغه راز افغان چارواکي به د افغانستان، ترکيې او پاکستان د شپږمې درې اړخيزې غونډې په يوه برخه کې د يادو شويو هېوادونو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه معلومات ورکړي.

دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني نن (د لړم په ٩مه) پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې په دې پروژو کې د افغانستان له لارې د سيمې هېوادونو ته د برېښنا د مزو او د ګازو د پايپ لاين لېږد، په افغانستان کې له اوبو څخه د برېښنا د توليد او په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ جوړول شامل دي.

شهراني زياته کړه، دا هغه پروژې دي چې د سيمې هېوادونو اقتصادي ګټې له يو بل سره نښلوي او په مستقيمه توګه د سيمې، په ځانګړې ډول د افغانستان پر امنيت او ثبات مثبت اغېز کوي.

هغه د دې پروژو د اهميت په اړه په ځانګړې توګه د اوسپنې پټلۍ په تړاو وويل، چې دا به د دې لامل شي، چې افغانستان د سيمې هېوادونو په منځ کې په يو ستر سوداګريز کوريدور (دهلېز) بدل شي.

دغه راز د نوموړي په وينا، د سبا ورځې په درې اړخيزه غونډه کی به د ترکيې او پاکستانيو پانګوالو ته د پانګونې د فرصتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، په دې هېوادونو کې د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د شته حقوقي، اداري او د پانګونې په برخه کې د زېربناوو د کموالي او د حل لارو چارو په اړه هم خبرې وشي.

د نوموړي په خبره، د حاجي ګک د اوسپنې کان د افرونو (وړانديزونو) ارزونه هم پای ته رسېدلې او ټاکل شوې ده، چې له اختر څخه وروسته کابينې ته وړاندې شي.

هغه وويل، چی د دې کان لپاره ۲۳ نړيوالو کمپنيو لېوالتيا ښودلې وه، چې له هغو څخه يې ٦ د دې وړتيا لرله، چې بايد وړانديزونه يې وارزول شي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د کابينې له تاييد څخه وروسته له هر هغه شرکت سره، چې د افغانستان ګټې په کې خوندي وي، د استخراج او تفحص تړون لاسليک شي.