کابل (پژواک ٩ لړم ٩٠): د امريکا سفارت چارواکي وايي، چې د ستراتيژيک تړون په اړه افغان دولت ته مشوره ورکوونکي بنسټونه بايد د دې تړون په ارزښت وپوهېږي.
افغانستان څه موده مخکې له هند سره هم د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړ او ټاکل شوې ده، چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند په اړه د روانې مياشتې په وروستيو کې په دوديزه لويه جرګه کې بحث وشي.
په همدې حال کې تېره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې فرانسې هم افغانستان ته د اوږدمهاله همکاريو لومړنى سند سپارلى او تمه کېږي، چې د بن تر دويم کنفرانس مخکې لاسليک شي.
په کابل کې د امريکا سفارت مرستيال جيمز کونېنګهم (James B. Cunningham) نن (د لړم ٩مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په کابل کې جوړېدونکې دوديزه لويه جرګه د ستراتيژيک تړون په اړه د پرېکړې کولو واک نه لري او يواځې افغان دولت ته مشوره ورکوي.
نوموړي زياته کړه، چې په ستراتيژيک تړون کې داسې څه نشته، چې امريکا متحده ايالات په افغانستان کې د دايمي اډو غوښتونکى وي.
هغه وويل: ((زموږ موخې څرګندې دي او موږ غواړو، چې موخې مو په ټولو موافقاتو کې منعکسې شي. موږ دايمې اډې نه غواړو او نه هم په دې تړون کې کوم ګواښ شته، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه ورسره مخ شي.))
جيمز کونېنګهم څرګنده کړه، چې د امريکا د متحده ايالتونو موخه د افغانستان له خلکو او دولت سره مرسته ده، ترڅو وکولاى شي په خپلو پښو ودرېږي.
د هغه په خبره: ((د ستراتيژيک تړون پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو کې ډېر پرمختګونه شوي دي، ستراتيژيک تړون يو اوږد مهاله بحث او موافقه ده او ډېر مسايل په کې نغښتي دي؛ نو د دې اړيکو څرنګوالى ايجابوي چې پرې زيات فکر او خبرې وشي.))
هغه وويل، نه پوهېږي چې کله به د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو تړون لاسليک شي؛ خو هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه يوې ګټورې ګډې موافقې ته سره ورسېږي.
د امريکا د سفير مرستيال د افغانستان په اړه د استانبول کنفرانس ته په اشارې سره وويل، چې دغه راز کنفرانسونه له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې دوامداره ملاتړ څرګندوي او هغو کسانو ته چې د افغانستان راتلونکې ته د شک په سترګه ګوري، ښه پيغام ورکوي.
ټاکل شوې ده، چې د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور فضا د پيدا کولو په موخه سبا ته د ترکيې په استانبول ښار کې جوړ شي.
کونېنګهم وويل، چې د استانبول د کنفرانس يوه موخه دا هم ده، چې افغانانو او د سيمې هېوادونو ته وښودل شي، چې افغانان يواځې نه دي، بلکې د نړيوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمن دي.