Language

جلال اباد (پژواک ٩ لړم ٩٠): تېره شپه په جلال اباد ښار او چپرهار ولسوالۍ کې د دوو جلا پېښو له امله ٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د چپرهار ولسوال معلم معشوق د لړم په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو يې سهار ٥ بجې د دغې ولسوالۍ په غوراباد سيمه کې يو مړى موندلى، چې ښي لاس ترې غوڅ شوى دى.

هغه زياته کړه، نقيب الله د حبيب الله زوى، چې په قوم هيدياخېل دى، تېره شپه په دغه کلي کې وژل شوى، خو د وژنې لامل يې څرګند نه دى.

د معلم معشوق په وينا، چې مړى يې د طبي معايناتو لپاره ولسوالۍ ته ور وړى، څو معلومه شي، چې د وژل شوي لاس د بم جوړولو پر مهال غوڅ شوى او که وسلوالو مخالفينو له وژلو مخکې ترې پرې کړى دى.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه ٧ بجې د جلال اباد ښار دويمې حوزې ته نږدې او د پخواني وژل شوي جهادى قوماندان حاجي زمان غمشريک کور ته څېرمه يوه درنه چاودنه شوې ده.

د عامې روغتيا نوکريوال ډاکتر عطاء الله پژواک ته وويل، چې له پېښې يو ټپي ور وړل شوى دى.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالبصير پژواک ته وويل، چې چاودنې نږدې د لسو کورونو ښيښې ماتې کړې، چې له امله يې پنځه ښځې او ماشومان برسېرن ټپي شوي دي.

د چاودنې په لومړيو شېبو کې د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې پر ښار له نامعلوم لوري ميزايل توغول شوى او د ميا عمر لېسې ته نږدې لګېدلى دى.

خو نوموړي وروسته بيا وويل، چې پېښه د چاودنې له امله رامنځته شوې او زيان يې نه دى اړولى.

دا چې پېښه هر ډول وه، په ښاريانو کې يې يو ډول وېره پيدا کړې وه.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى تېره ماخوستن د جلال اباد پر هوايي ډګر دوه توغندي توغولي او بهرنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، چې يوه اونۍ مخکې پر غلجي پلازې تر وسلوال بريد وروسته، د تېرې شپې چاودنه په جلال اباد ښار کې د نا امنۍ دويمه پېښه وه.