Language

په ننګرهار کې د څارويو بيه لوړه شوې

جلال اباد (پژواک ٩ لړم ٩٠): په ننګرهار کې د څارويو سوداګر او قصابان وايي، چې له پاکستان څخه د څارويو د واردولو د بندېدو او لوړ ګمرکي محصول له امله د غټو څارويو په بيه کې زياتوالى راغلى دى.

ټاکل شوې، چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د نېکمرغه لوى اختر ورځ ونمانځل شي او مسلمانان په دې ورځ د خداى په دربار کې څاروي قرباني کوي.

خو د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د څارويو د بيو د لوړوالي له امله دوى نه شي کولاى د ابراهيم (ع) دغه سنت پر ځاى کړي.

د جلال اباد ښار د خوشګنبد سيمې يوه اوسېدونکي او د څارويو سوداګر روښان، چې له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د څارويو سوداګري کوي، د لړم په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټول عمر کې يې نه وو ليدلي، چې څوک دې د څارويو پر سر ګمرکي محصول واخلي.

هغه زياته کړه، پاکستاني دولت هم د تورخم له لارې د څارويو په راوړلو بنديز لګولى دى.

نوموړي وويل: ((موږ مالونه د خوست او ميرانشاه له لارې را اړوو، چې په يوه مېښه او سنډا د کرايې او لارې د پاټکونو په ګډون شل زره کلدارې لګښت راځي.))

د روښان په وينا، سږ کال د ننګرهار په مارکېټ کې د يوې مېښې ارزښت له پنځوس زره څخه تر يو سل شل زره روپيو پورې دى، چې تېر کال دغه کچه د دېرش او نوي زره ترمنځ وه.

د غني خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سوداګر قنداغا پژواک اژانس ته وويل، له خوست څخه چې کله مال راوړي، نو د کابل ښاروالۍ ترې په څرخي پله کې د يوه څاروي پر سر د ٥ افغانيو پر ځاى درې سوه افغانۍ محصول اخلي.

قنداغا زياتوي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال پسونه او وزې ارزانه شوي، چې اوس يې سوداګر د لوړې بيې په موخه په لاريو کې پاکستان ته وړي.

د هغه په وينا، د پاکستان دولت پر يوه باروړونکي موټر، چې څاروي په کې بار وي، شل زره پاکستانۍ روپۍ ګمرکي محصول اخلي.

د بهسودو ولسوالۍ د هډې کلي يو تن سپين ږيري اوسېدونکي مومن خان پژواک ته وويل : ((درې هفتې کېږي چې د قربانۍ مال اخيستو پسې راځم خو د قيمتۍ له امله هره ورځ تش لاس بېرته روان يم))

مومن خان وايي، چې نن يې په ٥٦٠٠٠ پاکستانۍ کلدارې يوه ډنګره غوا واخيسته.

د خوګياڼو ولسوالۍ يوه کوچي منصف پژواک ته وويل، چې له غزني او ميدان ښار څخه يې د سوداګرۍ په موخه وزې او مېږې راوستلي، چې په وينا يې، له سرخريد څخه يې د پاټکونو باج ډېر شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په اټکليز ډول د پسه يوه کيلو غوښه ورته په ٥٠٠ کلدارې تمامه شوې او مجبور دى دغه لګښت له پېرېدونکو پوره کړي.

منصف وويل، په ميدان ښار، کمپنۍ او څرخي پله کې ترې د ښارواليو ترڅنګ د سيمې پوليسو هم د هر مال پر سر له دېرشو څخه تر ٥٠ افغانيو رشوت اخيستى دى.

د نوموړي په وينا، له دې سره سره تېر کال د يوه پسه بيه له ١٥٠٠٠ څخه تر ٣٥٠٠٠ پورې وه، چې سږ کال دغه کچه په يوه څاروي کې ٥٠٠٠ افغانۍ راپرېوتلې ده.

د يادونې ده، چې تېر کال هم د ننګرهار سوداګرو د پاکستان له لوري د څارويو د بنديز له امله له لوړې بيې سر ټکاوه.