استانبول (پژواک١٠لړم٩٠): د انډپنډنټ انګليسي ورځپاڼې مشر لبيدوف نن د ترکيې په استانبول ښار کې له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا وښوده.
د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي په استانبول کې پژواک خبري اژانس ته وويل، لبيدوف ويلي چې په افغانستان کې د هوايي شرکت د جوړولو او په ودانيزو چارو کې د پانګونې هوډ لري.
د فيضي په وينا، ولسمشر حامد کرزي لبيدوف ته په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او ورته ويې ويل، چې د دې فرصتونو په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه يوه ډله افغانستان ته ولېږي او له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.
فيضي وايي، ښايي کرزى د ديسمبر د مياشتې په ٧مه، لندن ته ولاړ شي او هلته هم لبيدوف او دى سره وګوري.
د فيضي په وينا، ټاکل شوې ده چې لبيدوف د ديسمبر تر ٧مې وړاندې افغانستان ته يوه ډله ولېږي، ترڅو له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
د افغانستان ولسمشر د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ، د افغانستان، ترکيې او پاکستان د ولسمشرانو په غونډه او د استانبول د سيمه يزو همکاريو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکيې ته تللى دى.
تردې مهاله د درې هېوادونو د لويو درستيزانو او کورنيو چارو د وزيرانو ځانګړې غونډې شوې دي؛ خو د ولسمشرانو غونډه روانه ده.
دغه غونډه دوه پړاوونه لري، چې په لومړي پړاو کې يې د ولسمشرانو ترڅنګ د هر هېواد څلورو نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو هم ګډون درلود.
د ناستې دغه پړاو اوس (ماښام مهال) پاى ته ورسېد؛ خو پايلې يې نه دي څرګندې.
د دې غونډې دويم پړاو چې د هر هېواد د ولسمشر او ١٤ نورو دولتي چارواکو په ګډون جوړېږي، همدا اوس (د افغانستان په وخت د ماښام په څه کم ٧ بجو) پيل شو.
ټاکل شوې ده، چې د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور فضا د پيدا کېدو په موخه سبا(د لړم په ١١مه) په استانبول کې جوړ شي.
په دې کنفرانس کې به امريکا، فرانسې، انګلستان، هندوستان، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا د هېوادونو په ګډون د ١٥ هېوادونو استازي ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP