ميدان ښار (پژواک ١٠ لړم ٩٠): د ميدان وردګو ولايت مسوولين وايي، چې د ايساف ځواکونو په يوه هوايي بريد کې دوه مخالفين وژل شوي دي.
د والي وياند شاهدالله شاهد د لړم په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه په چک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، وسلوالو مخالفينو غوښتل، چې پر کورنيو او بهرنيو ځواکونو ميزايل وتوغوي، چې د ايساف له خوا کشف او د هوا له لارې يې پرې بريد وکړ.
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې دوه وسلوال مخالفين ووژل شول.
د چک ولسوال اسماعيل وفا هم د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې دا پېښه د ولسوالۍ د عربانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د دغه ولايت د مرکز ميدان ښار اړوند د خواجه ګانو په سيمه کې د يوې چاودنې له امله څلور ماشومان ووژل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP