مزارشريف (پژواک ۱۰ لړم ۱۳۹۰): په شمال کې امنيتي ځواکونه وايي، چې د واک د لېږد دويمې پروسې ته پوره چمتووالی لري.
دغه څرګندونې په شمال کې د ۳۰۳ پامير زون د قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي نن (د لړم ۱۰مه) د تېر شپږ مياشتني امنيتي راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې خبريالانو ته وکړې.
نوموړي زياته کړه، چې د روان کال له پيله يې د شمال په ۹ ولايتونو کې تر اوسه ۲۵ خپلواک او ۳۶ ګډ عمليات ترسره کړي دي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې د ۱۵ قوماندانانو په ګډون د دولت ۳۰۲ وسلوال مخالفين وژل شوي او ۹۶ نور ټپيان دي.
احمدزي وويل، چې د روان کال په اوږدو کې ۱۵۱ وسلوال مخالفين له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د شمال په نهو ولايتونو کې ۳۴۱ بېلابېل ډول وسلې نيول شوې دي.
د هغه په وينا، تر اوسه له دولت څخه ۴۲ ناراضي وسلوال ګروپونه هم د سولې له پروسې سره يوځای شوي دي.
په شمال کې د ۳۰۳ پامير زون د قوماندانۍ وياند وويل، چې د بغلان په اندارب ولسوالۍ کې يې ۱۵ غير مسوول وسلوال پاټکونه له منځه وړي او پر ځای د پوليسو پوستې ځای پر ځای کړې دي.
نوموړي د امنيت د واک د لېږد د دويمې پروسې په اړه د يوې پوښتې په ځواک کې وويل: ((زموږ پوليس دې ته اماده دي، چې د شمال په هر ولايت کې د امنيت مسووليت پر غاړه واخلي.))
د هغه په وينا، د واک د لېږد په تېره پروسه کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي او امنيت لا پسې ښه شوی دی.
د شمال د امنيتي چارواکو په وينا د امنيت د واک د لېږد په دويمه پروسه کې د شمال د بلخ، سرپل، سمنګان او بدخشان ولايتونه يو شمېر سيمې شاملې دي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا اعلان شي.
د امنيت د لېږد د پروسې په لومړي پړاو کې، چې په تېر چنګاښ کې پيل شو، د بلخ ولايت د مزار شريف ښار د امنيت مسووليت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شو.