Language

د يوه طالب قوماندان د وژلو او د څلورو وسلوالو د نيولو خبر ورکړل شو

ميدان ښار (پژواک ١١ لړم ٩٠): د ميدان وردګو ولايت چارواکو په بېلابېلو عملياتو کې د يوه طالب قوماندان د وژلو او څلورو نورو د نيولو خبر ورکړ.

د دغه ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ افغان او نړيوالو ځواکونو د چک ولسوالۍ په دوو سيمو کې عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې څلور وسلوال نيول شوي، د هغو يو قوماندان وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د چک ولسوال اسماعيل وفا پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د ولسوالۍ د جوهري په سيمه کې پرون مازديګر ترسره شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې د زمرک په نوم يو ځايي ځايي قوماندان وژل شوى او درې نورملګري يې ټپي شوي دي.

دغه راز ولسوال وويل، چې د ولسوالۍ د بمبای په سيمه کې هم بېګا شپه ۲بجې ګډو ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور وسلوال طالبان له ځينو مهماتو او ريموټ کنټرولونه سره نيول شوي دي.

دى وايي، چې په دغو عملياتو کې افغان او يا هم نړيوالو ځواکونو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د دغه ولايت چارواکو په چک ولسوالۍ د دوو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.