استانبول (پژواک ١١ لړم ۹۰): لسګونو ترکي نړيوالو شرکتونو په افغانستان کې د مسو، ګاز او سروزرو د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا وښوده.
دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني د لړم په ۱۰مه، د ترکيې په استانبول ښار کې له پژواک خبري اژانس سره په يوه لنډه مرکه کې وکړې.
شهراني زياته کړه، چې د ترکيې داسې شرکتونو په افغانستان کی د پانګونې لپاره لېوالتيا ښودلې، چې په ليبيا، عراق، ازربايجان او قزاقستان هېوادونو کې د ګازو او کانونو د انکشاف په برخه کې ډېرې تجربې لري.
ده د يادو شرکتونو نومونه ياد نه کړل، خو زياته يې کړه، چې دغه شرکتونه اوچت تخنيکي او مالي امکانات هم لري.
هغه وويل، چې افغان چارواکو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه په استانبول کې ترکي او پاکستاني پانګوالو ته معلومات ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شهراني د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کانونو وزارت غواړي چې د ډسمبر په ۶مه په افغانستان کې دوه د سروزرو او درې د مسو لوى کانونه نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
هغه ونه ويل، چې دغه کانونه د افغانستان په کومه سيمه کې موقعيت لري.
تېره ورځ په استانبول کې د انډپنډنټ انګليسي ورځپاڼې مشر لبيدوف هم له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې وويل، لېوال دى، چې په افغانستان کې هوايي شرکت جوړ کړي او په ودانيزو چارو کې هم پانګونه وکړي.
د افغانستان ولسمشر د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د لړم په نهمه د افغانستان، ترکيې او پاکستان د ولسمشرانو په غونډه او د استانبول د سيمه ييزو همکاريو په کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکيې ته تللى دى.
تېره ورځ په استانبول کې د ولسمشرانو درې اړخيزه غونډه او د يادو هېوادونو د لويو درستيزانو او کورنيو چارو د وزيرانو ځانګړې غوڼدې ترسره شوې.
ټاکل شوې، چې د استانبول د سيمه ييزو همکاريو کنفرانس د سيمې او منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ د امنيت د ټينګښت په لاره کې د همکاريو د پراختيا لپاره د باور فضا د پيدا کېدو په موخه نن (د لړم ١١مه) په استانبول کې جوړ شي.
په دغه کنفرانس کې به امريکا، فرانسې، انګلستان، هندوستان، پاکستان، ايران او د منځنۍ اسيا د هېوادونو په ګډون د ١٥ هېوادونو استازي ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP