Language

بهرنیو ځواکونو څلور تنه له وسلوالو طالبانو سره د تړاو په تور نیولي

کلات ( پژواک ١٢ لړم ٩٠ ) : د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه ایساف ځواکونو د یو لړعملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د دولت له مخالفینو سره د تړاو په تور نیولي دي.

ددې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شیرزاد د لړم په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه عملیات نن سهار وختي د کلات ښار په مربوطاتو کې ترسره شوي دي .

نوموړي زیاته کړه چې ایساف ځواکونو د کلات سوېل لور ته د ځوزګرې په سیمه کې پر یوه کور باندې چاپه وهلې او دغه څلور کسان یې له ځان سره بيولي دي

امنیه قوماندان وايي چې په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ګډون نه درلود او یواځې بهرنیو ځواکونو ترسره کړي دي.

د نوموړي په وينا، د نیول شویو کسانو د هویت په اړه هم دوى ته معلومات نشته .

د کلات ښار د ځوزګرې د سیمي یوه اوسېدونکي ظاهرشاه پژواک خبري اژانس ته وویل چې بهرنیو ځواکونو د حاجي غني په نوم د یو تن کور پلټلی

هغه زیاته کړه چې په عملیاتو کې پنځه تنه نیول شوي او یو موټر سایکل هم ایساف ځواکونو سوځولی دی.

نوموړي هم د نیول شویو کسانو د هویت په اړه معلومات نه درلودل.

هغه زیاته کړه چې تېره شپه له ۱۱ بجو څخه عملیات پیل شول او تر سهاره یې دوام وکړ او د بهرنیو ځواکونو د څرخي او جټ الوتکو د ټيټ پرواز له امله دوى ټوله شپه ويښه تېره کړې .

وسلوالو طالبانو او د ایساف ځواکونو تراوسه پورې د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي .

خو طالب وياند قاري یوسف احمدي ادعا کړې ده ، چې نن سهار د زابل د میزان ولسوالۍ د مریاڼو په سیمه کې د ماین په چاودنه کې بهرنیو ځواکونو ته تلفات اوښتي ، خو د زابل امنیه قوماندان دغه ادعا رد کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.