کابل ( پژواک ١٢لړم ٩٠ ) : د استانبول کنفرانس د همکاريو په پراختيا ، نه لاسوهنې ، ترهګرۍ او نشه يي توکيو سره مبارزه کې په همکارۍ او د اعتماد جوړونې لپاره د اقداماتو په ترسره کولو په ټينګار پاى ته ورسېد.
دغه کنفرانس د ٢٩ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون ، چې له افغانستان نه په کې ولسمشر او لوړ پوړي دولتي پلاوي ګډون کړى و ، د لړم په ١١مه د ترکيې په استانبول ښار کې جوړ شو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول ددې ناستې په پاى کې خبريالانو ته وويل چې ددې کنفرانس ګډون کوونکيو د استانبول پروسې په نامه ديوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د امنيت او ثبات د ټينګښت په موخه په سيمه ييزو همکاريو هوکړه وکړه .
نوموړي زياته کړه ؛ ګډون کوونکيو هوکړه وکړه ، څو د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکميت ته درناوى وکړي او د امنيت د ټينګښت ، له ترهګرۍ او نشه يي توکيوسره مبارزې او سيمه ييزو همکاريو نه د افغانستان حکومت له پروګرامونو ملاتړ وکړي.
همدارنګه نوموړي وويل چې ددې ناستې ګډون کوونکيو د روغې جوړې او امنيتي مسووليتونو له لېږد څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او همدارنګه د استادبرهان الدين رباني ترور يې ، چې د سولې پروګرام مشرتوب يې پر غاړه وغانده .
سرچينې وويل چې دغه موضوع به کلکه تعقيب شي .
استاد برهان الدين رباني د وږي په ٢٩مه ديوه ځانمرګي بريد کوونکي له خوا ، چې ځان يې د سولې د پروسې لپاره د طالبانو استازى معرفي کړى و، په خپل کور کې ووژل شو.
افغان چارواکي وايي چې د استاد رباني د وژنې پلان د پاکستان په کوېټه کې طرحه شوى او هغه اسناد چې په دې برخه کې يې ترلاسه کړي ، پاکستان ته سپارلي دي .
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل؛ د استانبول په ناسته کې ګډون کوونکيو هېوادونو اعلان وکړ، چې يو سوله ييز افغانستان چې د سيمه ييزو همکاريو لپاره د کار وړ نهادونه ولري ، له ځانګړي اهميت څخه برخمن دى.
همدارنګه د کنفرانس ګډون کوونکيو اعلان وکړ ، چې افغانستان په يوه حساس پړاو کې دى او په امنيتي او اقتصادي برخو کې له ستونزو سره مخ دى او ددې ستونزو د هوارولو لپاره به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د بهرنيو چارو وزير وويل چې افغانستان د سيمې د باثباته او باسعادته راتلونکې لپاره سيمه ييزو همکاريو ته د خپل بهرني سياست په محور کې ځاى ورکړى دى .
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داؤد اوغلو په ياده خبري غونډۀ کې وويل چې افغانستان نه يواځې د اسيا زړه بلکه د نړۍ زړه دى.
هغه زياته کړه چې ټول نړيوال سازمانونه په ګډه کار کوي ، څو په افغانستان کې امنيت او ثبات ټينګ شي او هېڅ شک نشته ، چې د افغانستان امنيت د ټولې سيمې امنيت بلل کېږي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير همدارنګه وويل چې په دې کنفرانس کې ٢٩ ګډون کوونکيو هېوادونو او سازمانونو، چې بېلابېل نظريات يې درلودل ، ديوه مېز تر شا راغونډ شول او له افغانستان خخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
دهغه په وينا ، دا مسئله ښيي ، چې افغانستان له مهم موقعيت څخه برخمن دى.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ ، چې د استانبول اعلاميه په بېلابېلو برخو کې د افغانستان لپاره دوامداره ژمنه په ډاګه کوي .
د استانبول د غونډې په سند کې ټينګار شوى ، چې د سيمه ييزو همکاريو په موخه به دا ډول غونډې د استانبول پروسې تر نامه لاندې دوام وکړي او په دې برخه کې به د هېوادونو پر کړنو د څار يو ميکانيزو رامنځته شي.
اوغلو خبر ورکړ ، چې د استانبول کنفرانس د پرېکړو د تعقيب په موخه به د ٢٠١٢ کال د جون په مياشت کې په کابل کې يو بل کنفرانس جوړ شي.
همدارنګه د ترکيې د بهرنيو چارو وزير وويل :” پر استاد برهان الدين رباني بريد پر سولې بريد و او استاد رباني ترکيې ته په خپل سفر کې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره په جدي ډول خبرې وکړې او اوس دهغه لاره ، چې د افغانستان سوله او ثبات دى ، دوام پيدا کوي.”
هغه زياته کړه چې ترکيه د افغانستان حکومت د سولې له پروګرام څخه ملاتړ کوي او په دې لاره کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
ددې کنفرانس له جوړېدو يوه ورځ مخکې د افغانستان ، پاکستان او ترکيې د ولسمشرانو او نورو دولتي چارواکيو درې ا ړه غونډه هم په استانبول کې جوړه شوه .
په درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان ، ترکيې او پاکستان ترمنځ د نظامي تمريناتو او امنيتي همکاريو تړونونه لاسليک شول او د برهان الدين رباني د وژنې موضوع د څېړنې په موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاريو پر ګډ ميکانيزم هم هوکړه وشوه .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP