جلال اباد : ( پژواک ١٢ لړم ٩٠ ) : د نورستان ولايت چارواکي وايي، ترڅو پورې چې په دې ولايت کې رغنيزې پروژې پيل نه شي، امنيت راوستل ناشونى دى.
د نورستان والي تميم نورستاني د لړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولايت له سکتوري رييسانو سره په ګډه يې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د ناټو ځواکونو د لوا د قوماندان، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازيو، USAID او UNDP له مشرانو سره ګډه غونډه درلوده.
نوموړي زياته کړه، چې په غونډه کې يې له يادو مرستندويانو وغوښتل، چې تر راتلونکي يوه کاله په دغه ولايت کې د حلقوي سړکونو، يو څلوېښت بابه ښوونځيو او يوه مرکزي روغتون چارې پيل کړي.
تميم نورستان وويل چې ختيځ، مرکزي او لوېديځ نورستان له يو بل سره د سړک له لارې نه دي نښلول شوي.
د نوموړي پر وينا، له همدې امله دولت نه شي کولى د خلکو ستونزې په بيړنۍ توګه حل کړي .
د نورستان والي وايي چې د فوايد عامې رياست يې په پلان کې لري ، چې ددولت او مرستندويانو پرمټ دغربي نورستان نورګرام ، منډول او دواب ولسوالۍ دمرکزي نورستان پارون ، واما ، وانټ وايګل او دختيز نورستان برګېمټال او کامدېش ولسوالۍ د سړکونو له لارې سره ونښلوي .
نوموړي زياته کړه ، چې ددغې پروژې ترڅنګ يې له يادو مرستندويانو څخه د کليو پراختيا رياست د سلو پروژو او په بېړني ډول د يوڅلوېښت ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو غوښتنه وکړه .
د هغه په وينا، دناټو ځواکونو مشرانو ور سره ژمنه وکړه ، چې ددوى پروژې به مطالعه او يوه مياشت وروسته به ورته ځواب ورکړي .
تميم زياته کړه چې که دولت او نړيواله ټولنه غواړي ، چې نورستان دې نا امنه نه وي ، له رغنيزو پروژو پرته په نورستان کې د امنيت ټينګول ناشوني دي .
ددغه ولايت دولايتي شورا رييس عنايت الله مذهبيار پژواک اژانس ته وويل ، چې د نورستان په مرکز او اته ولسواليو کې يواځې يوولس تنه دطب پوهنځي فارغ ډاکتران په روغتيايي خدمتونو بوخت دي او دټول ولايت په کچه يو روغتون هم نه لري .
د هغه په وينا، له مرستندويانو يې غوښتنه وکړه ، چې په مرکز پارون کې دې سل بستريز روغتون جوړ کړي .