کلات ( پژواک ١٢ لړم ٩٠ ) : د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې وسلوالو مخالفینو یوتن له دولت او بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ په تور وژلی دی .
ددې ولایت د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال محمدصدیق د لړم په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر رامنځ ته شوه .
هغه زیاته کړه چې دوو تنو موټرسایکل سپرو وسلوالو د چینو په سیمه کې پر یوتن، چې د مازیګر لمونځ يې ادا کړی و او له جومات څخه د وتو په حال کې و ، ډزې وکړې او ويې واژه .
ولسوال وايي چې وژل شوی تن عبدالرحمن نومېده او د دولت وسلوالو مخالفینو له دولت او بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ په تور وژلی دی .
دده په خبره ، چې نوموړی یو ځل وړاندې هم د وسلوالو طالبانو له خوا ګواښل شوی و او له دولت سره د همکارۍ تور ورباندي لګول شوی و.
ولسوال زیاته کړه چې وژل شوي تن له دولت سره هیڅ ډول اړیکي نه لرلې او اکثره وخت به له هیواده دباندې په دوبۍ کې په خپلو کارونو بوخت و .
د شاه جوى ولسوال محمدصدیق وايي چې له پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې د پېښې په تړاو پلټنې هم پیل کړي ، خو لا تراوسه یې څوک نه دي نیولي .
د پېښې مسوولیت تراوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی .
د یادولو ده، چې یوه ورځ وړاندې هم د شاجوى ولسوالۍ د چینو په سیمه کې دوه کوچیان د سړک د غاړي د ماین په چاودنه کې وژل شوي و .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP