Language

سرحدي پوليسو يوه زياته اندازه چاودېدونکي توکي ونيول

جلال اباد (پژواک ١٣ لړم٩٠): د تورخم سرحدي پوليسو د ايساف د يوه اکمالاتي موټر په کانټينر کې شاوخوا ٦٠بوشکې امونيم نايتريت، تېزاب او نور چاودېدونکي توکي ونيول.

 په ختيځ زون کې د سرحدي لوا قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کانټينر نن (د لړم ١٣مه) د تورخم پر پوله د معاينې پر مهال د سرحدي پوليسو له لوري ونيول شو.

 د نوموړي په وينا، په دغه کانټينر کې، چې له پاکستان څخه افغانستان ته را اوښت، شاوخوا ٦٠ بوشکې امونيم نايتريت، تېزاب او نور چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

 امرخېل زياته کړه، چې د ياد موټر چلوونکى، مخکې له دې چې موټر د معاينې ځاى ته بوځي، تښتېدلى دى.

 سرچينې په ډاګه کړه، چې له ايتلافي ځواکونو څخه يې د دغو توکو د را ايستو په برخه کې مرسته غوښتې، څو په خوندي توګه تخليه شي.

 د سرحدي پوليسو د لومړي زون وياند ادريس مومند پژواک ته وويل، دغه نيول شوى کانټينر، چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پرځاى شوي وو، له پاکستان څخه يې ايساف ځواکونو ته اکمالات کول.

 د هغه په وينا، د دې قضيې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

 د يادونې ده، دغه لومړى ځل دى، چې سرحدي پوليس د تورخم پر پوله په دې اندازه چاودېدونکي توکي نيسي.

د ويلو ده، چې سرحدي پوليسو په تېرو شپږو مياشتو کې د درېيو بېلو عملياتو په ترڅ کې له قاچاق وړونکو څخه ١١ټنه اومه چرس نيولي دي.