لشکرګاه ( پژواک ١٤لړم ٩٠) : دهلمند ولايت دامنيه قوماندانۍ له نشه يي توكيو سره د مبارزي پوليسو ۴۰۰ كيلوګرامه ترياكو د نيولو خبر وكړ.
دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګارنن (دلړم په ۱۴ مه) پژواك خبري اژانس ته وويل چې دغه ترياك تېره شپه د نشه يي توكيو پر وړاندې د مبـارزې پوليسو نيولي دي .
د انګار په وينا ، دغه مواد د نشه يي توكيو ليږدونكيو دلښكرګاه اړونده ه دتيمور بندپه سيمه كي په يوه ډاټسن موټر كې ځاى پرځاى كړي و او پوليسو دپټو معلوماتو پربنسټ، دخوشكاوي په سيمه كې د يوه كمين په ترڅ كې ۴۰۰كيلوګرامه وچ ترياك له دوو تنو او يوميل كلاشينكوف سره نيولي دي.
نوموړي زياته کړه چې په همدې حال كې د نشه يي توكيو دليږدونكيو او پوليسو ترمنځ نښته هم شوې ده ،چې په ترڅ كې يې يوتن د نشه يي توكيو ليږدونكى ټپي شوى هم دى او دا مهال تردرملنې لاندې دى .
امنيه قوماندان وايي چې نيول شويو كسانو دغه ترياك دپاكستان پولي ته نږدي ددې ولايت د بهرامچي سيمې ته ليږدول، چې ونيول شول.
دا ترياك په داسي حال كي نيول كيږي، چي اوسمهال په دې ولايت كې كرونده ګرو دكوكنارو دكر په لړۍ لاس پورې كړى اولسګونه كرونده ګر له همدې املنه د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
چارواكي وايي چې سږ كال به مخکې تر دې چې كرونده ګر په خپلو ځمكو کې ترياك وكري ، دوى به يې د مخنيوي په موخه لاس په كارشي اوعاملين به يې د قانون منګولو ته وسپاري.