Language

د ګرمسېر امنيه قوماندان له دوو پوليسو سره ووژل شو

لښکرګاه (پژواک، ١٦ لړم ٩٠): د سړک د غاړې ماين په يوه چاودنه کې د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ امنيه قوماندان له دوو پوليسو سره ووژل شو.
دغه څرګندونې د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونمل محمد اسماعيل د لړم په ١٦ مه ، پژواک خبري اژانس ته وکړې .
هغه وويل،چي د ګرمسېر امنيه قوماندان سمونيار سيف الله راشدي پرون د ولسوالۍ اړوند د يوې سيمې د ليدو لپاره تللى و،چې مازيګر شاوخوا پنځه بجې ، د اتم ډراب په سيمه کې يې پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه .
د سرچيني د څرګندونو له مخې، په چاودنه کې د راشدي په ګډون دري تنه وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى، چې د درملنې لپاره د ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوى دى .
محمد اسماعيل وويل ، چي راشدي له دې مخکې د ګرشک د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه او يوه مياشت مخکې د ګرمسېر ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه په دنده ګومارل شوى و.
خود وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دهلمندولايت دګرمسيرولسوالۍ مرکز( هزارجفت ) ته نږدې دماجدک په سپمه کې ديوې چاودنې په پايله کې ددې ولسوالۍ امنيه قوماندان سيف الله په ګډون، دده مرستيال محمدآغا چې مشهور په باباسره و ، هم وژلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.