Language

د ننګرهار ممپلي له پروسس وروسته د پاکستاني ممپليو په نوم راځي

جلال اباد (پژواک ١٧ لړم ٩٠): په ننګرهار کې د ممپليو سوداګر او پېرودونکي شکايت کوي، چې په هېواد کې د زېرمتونونو او پروسس د بټيو د نشتوالي له امله د دغه ځاى ممپلي پاکستان ته ځي او بيا له پخېدو وروسته په لوړه بيه د پاکستاني ممپليو په نوم جلال اباد ته راوړل کېږي.
په جلال اباد ښار کې د ممپليو په منډيي کې يوه سوداګر حاجي ملک وايي، چې دوی ته هره ورځ د ننګرهار له خوګياڼو ولسوالۍ شاوخوا ۱۰۰۰ بورۍ ممپلي راځي.
هغه د لړم په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه سوداګر چې ډېرې پېسې لري، خپل ممپلي کابل، مزارشريف، کندهار او وېش ته لېږدوي، خو کم سرمايه لرونکي سوداګر يې بيا پېښور ته وړي.
د نوموړی په وينا، د ننګرهار ممپلي پنځه مياشتې (له تلې تر سلواغې) سيزن لري، خو په دې موده کې ډېر کله په دوى لارې بندې شي، بيا نو په هماغه بيه، چې دوى يې تمه لري، ګټه نه کوي.
حاجي ملک زياتوي: ((موږ له کروندګرو څخه يو من (۷ کيلو) ممپلي په ۶۰۰ کلدارې اخلو او په ۶۳۰ يې پر نورو پلورو، خو هغه ممپلي چې له پاکستانه راځي، من په ۱۰۰۰ کلدارې پلورل کېږي.))
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې د هېواد ممپلي په داخلي مارکېټونو کې په لومړي پړاو کې له پاکستاني هغو ارزانه او ډېر اخيستونکي نه لري؟ پژواک ته وويل: ((پاکستانيان يې ښه نينې کوي؛ خو موږ پرې هغومره زيار نه کاږو؛ ځکه چې بيا خپل وزن کې ډېر کمی راولي.))
د ممپليو دغه سوداګر دا هم وويل، چې هر کال له ننګرهاره شاوخوا سل لارۍ ممپلي پاکستان او بيا له هغه ځايه هند، دوبۍ او د سيمې نورو هېوادونو ته د پاکستان په نوم لېږدول کېږي.
د حاجي ګل په نوم يو بل سوداګر بيا وايي، چې له ننګرهار سربېره د کونړ او لغمان له يو شمېر سيمو هم دوی ته ممپلي راوړل کېږي، خو په خبره يې، چې دوی يې د زېرمه کولو توان نه لري.
هغه زياته کړه: ((له موږ سره ماشينونه او مناسب ځای نشته او کله چې خپل ممپلي پاکستان ته وړو، نو هلته رانه په نيمه بيه اخيستل کېږي، چې دا زموږ د سوداګرۍ ملا ماتوي.))
نوموړى وايي: ((زه د ډېرو ممپليو د زېرمه کولو سرمايه نه لرم، که دولت يا کومه موسسه راسره د پور په ډول مرسته وکړي، نو پاکستان ته به يې نه وړم.))
د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو د سيمې يوه اوسېدونکي محمدايوب، چې له خپلې ځمکې اخيستي ممپلي يې جلال اباد ته راوړي وو، وايي، چې له کوکنارو ورته ښه ګټه کوي.
نوموړي وويل: ((يو جريب ځمکه راته تر يو خروار (۸۰منه) حاصل کوي.))
په ننګرهار کې د سوداګرۍ د خونې مشر محمدقاسم يوسفي پژواک اژانس ته وويل، چې دوی ته تر اوسه د سوداګرو له خوا په دې اړه کوم رسمي وړانديز نه دی شوی، خو په خبره يې، چې يو سوداګر يې پانګې اچونې ته چمتو کړى دى.
نوموړي زياته کړه، چې له بده مرغه په ننګرهار کې د ممپليو مسلکي سوداګر نه لري، چې خپل توليدات همدلته وساتلی شي.
هغه زياته کړه: ((دا چې منى د ننګرهار له ځينو ولسواليو په ډېره کچه ممپلي راووځي، نو سوداګر نه شي کولای، چې د ټولو لپاره د نينې (پخولو) پروسس تيار کړي؛ ځکه خو له دې ځايه پاکستان ته ځي او هلته تر پخېدو وروسته بېرته د هغه هېواد په نوم افغانستان او نورې نړۍ ته لېږدول کېږي.
نوموړي وويل: ((سوداګر مو د مشينرۍ اخيستو لپاره پاکستان ته لېږلي او دلته مو ورته له يوه ټاکلي ځاى انګړ راتاو کړى، چې په راتلونکي کې ممپلي هم دلته پاخه شي.))
د سوداګرۍ خونې مشر وايي، چې په ننګرهار کې د ممپليو نينې کول تازه خبره ده؛ ځکه خو ورته سوداګر په اسانۍ زړه نه ښه کوي؛ خو د نوموړي په وينا، که چېرې دغه پروسه پيل او لږه وچلېږي، نو ډېر ژر به يې سوداګر د توقع خلاف ګټه وويني.
هغه دا هم وويل، چې که هر سوداګر په دې برخه کې پانګه اچونه غواړي، نو دی ورته د مشينرۍ په برخه کې د مرستندويه موسسو په موندلو کې چمتو دی.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمد حسين ساپي پژواک ته وويل، چې په اټکليز ډول ننګرهار تر ١٥ټنه د ممپليو توليدات لري، چې په وينا يې د کرنيز پرمختګ او پروسيس په موخه يې دولت او مرستندويه ادارو ګام نه دى پورته کړى.
ساپي وويل، چې په راتلونکي ٥ کلن پلان کې په پام کې لري د ګنيو او نکريزو ترڅنګ د ممپليو کروندو ته هم د مرستندويانو مرستې راجلب کړي.
په ننګرهار کې د ممپليو په دغه پنځه مياشتني موسم کې لسګونه کروندګر، سوداګر او مزدوران بوخت وي؛ خو د ساتلو د نه توان له امله يې ياد کاروباريان په مياشتو-مياشتو وزګارتيا ته اندېښمن وي.