Language

د کاپيسا يو شمېر خلک دولت د خپلو پلويانو په نه ملاتړ تورنوي

محمودراقي (پژواک ١٧ لړم ٩٠): د کاپيسا د نا امنه سيمو يو شمېر اوسېدونکي دولت په دې تورنوي، چې د پلويانو ملاتړ يې نه کوي، چې له امله يې د مخالفينو نفوذ ډېر او پر دولت د خلکو باور ورځ تر بلې کمېږي.
د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ د پچغان د سيمې اوسېدونکى حاجي خان الله وايي، چې يو نيم کال وړاندې يې زوى په دغه تور، چې له دولت او بهرنيانو سره اړيکې لري، د مخالفينو له خوا ووژل شو، خو تر اوسه يې چا پوښتنه هم نه ده کړې.
هغه وايي، چې که په سيمه کې کوم طالب له دولت او بهرنيانو سره په جګړه کې تپي او ووژل شي، نو طالبان يې بيا د کورنۍ معنوي او مادي ملاتړ کوي.
هغه زياتوي: ((موږ چې د دولت په پلوۍ د خپل وژل شوي زوى د اسنادو په جوړولو پسې هم ګرځو، نو په ادارو کې رانه رشوت غوښتل کېږي.))
د حاجي خان الله په وينا، همدغه علت دى، چې د خلکو زړه له دولت څخه توريږي او په سيمه کې يې څوک ملاتړ ته زړه نه ښه کوي.
د شېرالله په نوم د تګاب د بدر اب د سيمې اوسېدونکى وايي، چې زوى يې درې کاله مخکې له دولت سره د همکارۍ په تور طالبانو په يوه غره کې وواژه، خو دولت نه د دوى پوښتنه و کړه او نه يې هم ورسره کومه مالي مرسته کړې ده.
هغه زياتوي: ((بيا مې نور زامن هم تهديدېدل، چې ولې دولت ته کار کوي، نو مجبور شوم، چې زامن مې له کور سره کابل ته ولېږل.))
شېرالله وايي، چې که د امريکايانو د راتګ په لومړيو وختونو کې هم د طالبانو کوم کس ټپي او يا وژل شوى وي، نو تر نن پورې ورسره د طالبانو له خوا مرسته کېږي.))
د شېرالله په وينا، هر کال له پاکستان څخه لکونه کلدارې راوړل کېږي او د ټپيانو او وژل شويو طالبانو په کورنيو وېشل کېږي.
٣٤ کلن شميم، چې د کاپيسا د کورې د سيمې اوسېدونکى دى، پژواک ته وويل، چې دوى د ګوتو په شمار خلک وو، چې له دولت سره يې د محلي پوليسو په نوم وسله واخيسته او د هغې لارې ساتنه به يې کوله، چې له کاپيسا څخه نورو ولسواليو ته به پرې دولت اکمالات کول.
هغه زياتوي: ((موږ څو مياشتې دغه لار کلکه ساتله، بهرني عسکر او د تګاب او اله ساى ولسوالان او د امنيه قوماندانان به پرې ډاډه تلل، ځينې ملګري مو ووژل شول، ټوله سيمه مو پاکه کړه، خو چا يوه روپۍ هم رانه کړه.))
هغه وايي، چې د طالبانو دښمني يې واخيسته، کورنۍ يې له خپلو سيمو کډې کولو ته اړې شوې، وينې يې تويې شوې، خو نه بهرنيانو او نه هم دولت ورسره مرسته وکړه.
شميم زياتوي، چې طالبانو به ورسره جګړه کوله، خو له دوى سره به نه وسله وه او نه مرمۍ، اخر يې ملګرو دا دنده پرېښوده او ځينې يې ايران ته ولاړل.
هغه پژواک ته وويل: ((ما اوس دنده پرېيښي، په کابل کې به کچالو خرڅ کړم، خو له دولت سره به کار ونه کړم.))
د کاپيسا يو قومي مشر، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، چې د دولت ډېر مخالفين په خپله سيمه کې د دولت کسان وژني، وهي او ډبوي يې، خو بيا د کاپيسا د بېلابېلو ولسواليو په بازارونو کې هم ګرځي، خو دولت پرې ځان ناګاره اچوي او هېڅ هم نه ورته وايي.
د دغه قومي مشر په وينا، دغه کار د دولت پر زيان دى او د خلکو زړه ورڅخه توريږي.
هغه پر دولت غږ کوي، چې له خپلو مخالفينو څخه دې د خپلو کسانو پوښتنه وکړي.
د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخوندزاده هم د خلکو يادې ګيلې پر ځاى بولي او مني يې.
هغه وايي، چې د دولت مخالفين د خپلو پلويانو او کسانو ښه ملاتړ او دفاع کوي، خو د دولت له خوا دغه کار نه کېږي.
د اخونزاده په وينا، د دولت مخالفين افراط کوي او خلک د دولت د ملاتړ په تور بېګناه وژني، مګر دولت هر څه د قانون په رڼا کې کوي.
هغه زياتوي، چې د خلکو دغه ګيله پر ځاى ده؛ ځکه چې په هر اختر کې طالبان د خپلو وژل شويو کسانو له کورنيو سره کومک کوي، خو په دولت کې اداري فساد موجود دى، د دوى ټپيانو او معيوبينو ته پام نه کېږي او دغه کار په خلکو منفي اغېزه لري.
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي په دې اړه پژواک ته وويل، چې د کاپيسا په ځينو ولسواليو کې د دولت مخالفين فعاليت لري او جګړه روانه ده.
هغه وويل، دغه ډول ستونزې به موجودې وي، خو دوى هڅه کوي، چې د خپل معيوب، وژل شوي او ټپي پوښتنه وکړي او کومک ورسره وکړي.
د کاپيسا والي زياته کړه، چې ولسمشر هم اعلان کړى، چې له هغو سره دې مرسته وشي.
هغه سپارښتنه کوي، هغه حقوق، چې دولت د خپلو وژل شويو لپاره ټاکلي، بايد په بشپړ ډول ورته ورسول شي.
هغه ډاډ ورکړ: ((که د کاپيسا د خلکو هره ستونزه وي، زه له ورسره ان تر لوړو مقاماتو پورې ځم، تر څو يې ستونزې حل شي.))