Language

د لغمان په چاودنه کې يو سيمه ييز خبريال ووژل شو

جلال اباد( پژواک ۲۱ لړم ۹۰) :د لغمان ولايت د مهترلام ښار په بسرام سيمه کې د ملکي خلکو په سراچه موټر د شنبې په ورځ د چاودنې له امله د نورستان ولايت يو ځايي خبريال جعفر وفا ووژل شو.

شل کلن جعفر وفا دکله ګوش دخپلواکې راډيو خبريال ، د لغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ د ګرم کاج د کلي اوسيدونکي او دوه ورځې وړاندې يې واده کړي وو..

د لويديځ نورستان کله ګوش راډيو مسوول مدير محب الله  پژواک خبري اژانس  ته وويل ، چې   شل کلن جعفر وفا د لړم په ۲۱ هغه مهال په يوه چاودنه کې ووژل شو چې  دوه ورځې وړاندې يې له مهترلام ښاره کرايي لوخې خپل واده ته راوړي وو او بيرته يې ليږدول.

نوموړي زياته کړه چې جعفر وفا له تېر يوه کال راهيسې د نورستان د يواځينۍ خپلواکې راډيو کله ګوش سره په لږو امکاناتو خبريالي کوله.

د نورستان والي تميم نورستان پژواک ته وويل ، چې د جعفر وفا شهادت دردولی دی .

نوموړي زياته کړه :(( د وفا شهادت نورستانيانو د لغمان خلکو او د ختيځې سيمې  ژورناليستانو يو ستره ضايعه بولم))  تميم نورستاني زياته کړه، چې  ولايت يې تر اوسه د ولتي راډيو نه لري او د دغه ولايت جيو پوليټک موقعيت او ناامنيو  ته په کتو ژورناليستان زړه نه ښه کوي چې دغه وروسته پاتې ولايت کې دندې تر سره کړي .

په جلال اباد کې د نرګس  راډيو مسوول  شفيق الله رحماني پژواک ته وويل ، چې جعفر وفا د ده د تره زوی و.

نوموړي زياته کړه چې له وفا سره د هغه تره سيف الله او خوری يې مجاور هم وژل شوي دي .

د ختيځې سيمې د ژورناليستانو د دفاع ټولنې د نوموړي خبريال په مړينه خواشيني ښودلې او دغه پيښه يې د ازاد ژورناليزم پر وړاندې يو وحشيانه بريد بللی .

ديادونې وړ ده چې د تېر يوه کال راهيسې د ننګرهار، کونړ ، لغمان او نورستان ژورناليستانو څو څو ځله سرټکولی چې معلوماتو ته لاس رسی نه لري  او ښکيلې خواوې يې د مرګ تر بريده ګواښي .

بايد وويل شي چې دوه کاله وړاندې د چاودنې دغې سيمې ته نږدې د ملي اردو ځواکونو د يوې مظاهرې پر مهال د پژواک ، شمشاد او طلوع تلويزيون  پر خبريالانو ناتاره ډزې کړې وې .