Language

د ماين په چاودنه کې پنځه تنه ټپيان شول

هرات (پژواک ٢١ لړم ٩٠): د اسلام قلعه د لارې په اوږدو کې د يو ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له امله د هرات د عامه نظم د لوا يو افسر، دوه ساتنمنان او دوه ولسي وګړي ټپيان شول.

د هرات د عامه نظم د لوا رييس ارکان عبدالعزيز ابراهيم خېل پژواک ته وويل، چې پر بايسکل اېښودل شوى ريموټ کنټرول ماين نن (د لړم ٢١مه) مخکې له غرمې وچاودېد.

هغه وويل، چې ياد ماين د دې لوا د کارکوونکو يوه موټر ته څېرمه د اسلام قلعه-هرات ښار په اوږدو کې د اريا ټانک په سيمه کې هغه مهال وچاودېد، چې ياد موټر يوه مسافر وړونکي شرکت ته نږدې ولاړ و.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې د عامه نظم د لوا يو افسر او دوه ساتنمنان ټپي شوي دي.

ابراهيم خېل وويل، چې ټپيان د هرات ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د هرات د پوليسو مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېکزاد پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د هرات ولايت د روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل، روغتون ته پنځه ټپيان، چې ٤ پوليس او يو ملکي کس و، ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې د يوه پوليس روغتيايي حالت داندېښنې وړ دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.