Language

شنونکي: د دوديزې جرګې د اجنډا په اړه بايد خلکو ته معلومات ورکړل شوي واى

کابل (پژواک ٢١ لړم ٩٠): د سياسي چارو ځينې پوهان وايي، د دوديزې لويې جرګې مشورې به ځکه پر واقعيتونو نه وي ولاړې، چې حکومت د جرګې د اجنډا په اړه خلکو او ګډونوالو ته معلومات نه دي ورکړي.

 ټاکل شوې ده، چې د روانې مياشتې په ٢٥مه، له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو او دغه راز په هېواد کې د سولې پر مېکانيزم د مشورې په موخه، په کابل کې څلور ورځنۍ دوديزه لويه جرګه جوړه شي.

 د دې دوديزې جرګې د چمتووالي کمېسيون وايي، چې د ملي شورا او مدني ټولنې د غړو  د هر ولايت د ولايتي شورا ٣٠ سلنه غړي، ديني علما، مخور شخصيتونه او د افغان کډوالو د استازو په ګډون٢٠٣٠ تنه په دې جرګه کې ونډه واخلي، چې ١٨ سلنه به يې ښځې وي.

 د ارادې ورځپاڼې مسوول مدير حاجي سيد داوود پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون په اړه د افغانستان خلک هېڅ معلومات نه لري او نه هم په جرګه کې برخه والو استازو ته د دې تړون جزئيات څرګند دي.

 سيد داوود وايي، چې د افغانستان حکومت بايد د ياد شوي تړون ټول جزئيات د رسنيو له لارې د افغانستان له خلکو سره شريک کړي واى، ترڅو خلکو يې په اړه نظر څرګند کړى او د جرګې ګډونوالو په دې اړه د خپلو سيمو د خلکو نظرونه اورېدلي وى.

 د ده په اند، د جرګې ګډونوال د خلکو استازيتوب نه شي کولاى او د جرګې مشورې به هم ملي بڼه ونه لري؛ ځکه چې له يوې خوا د جرګې ګډونوالو د موضوع په اړه د خلکو نظرونه نه دي اورېدلې او له بلې خوا حکومت تر ډېره خپل پلوي کسان ټاکلي دي.

 ده زياته کړه: ((دلته بايد يوه عام پوښتنه [ريفرانډم] شوې واى، اوس چې دوى [دولت] ته عام پوښتنه يادوې، دوى وايي دا کسان چې موږ راولو، يو ډول ريفرانډم دى.))

 سياسي کارپوه احمد وحيد مژده هم وايي، چې په افغانستان کې د جرګې د دود او اصولو له مخې بايد د جرګې برخه والو او خلکو ته د جرګې له جوړېدو مخکې د بحث د موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شوي وى.

 د ده په وينا، اړينه وه چې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون په اړه د امريکا او افغانستان د حکومتونو غوښتنې په ډاګه شوې وى.

 د امريکا او افغانستان تر منځ له تېر شاوخوا يو کال راهيسې په دې اړه خبرې او بحثونه روان دي.

د افغانستان خپلواکي، په دې هېواد کې د امنيت ټينګښت، د امريکا په مرسته د افغان ځواکونو سمبالتيا او نور د افغانستان د حکومت شرطونو ښودل شوي؛ خو د دې موضوعاتو د جزئياتو او د امريکا د غوښتنو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

ويل کېږي چې په دې ستراتيژيکه ملګرتيا کې، په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي اډو جوړښت هم شامل دى؛ خو ځينو امريکايي چارواکو ويلي، چې په افغانستان کې د تلپاتې اډو د جوړېدو په هڅه کې نه دي.

مژده هم وايي، چې د يادې شوې دوديزې جرګې مشورې به له دې امله د افغاني ټولنې پر واقعيتونو او د خلکو پر رښتينو غوښتنو ولاړې نه وي، چې خلک له موضوع بې خبره دي او د جرګې ګډونوالو ته يې نظرونه نه دي څرګند.

 دى  وايي، چې جرګې ته تر ډېره دولت پلوي کسان ورغوښتل شوي او هغه کسان له نوملړ څخه وېستل شوي، چې په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو مخالف دي.

 ده د ځان يادونه وکړه، چې د جرګې د ګډون فورمه يې ډکه کړې؛ خو بلنه ورته ځکه نه ده ورکړل شوې، چې په افغانستان کې يې د امريکا د دايمي پوځي اډو له شتون سره مخالفت کړى او د تړون د جزئياتو په اړه يې خلکو ته د پوره معلوماتو د ورکړې غوښتنه کړې ده.

 د جرګې د چمتووالي د کمېسون وياندې صفيې صديقي، که څه هم چې د جرګې په ګډونوالو کې د ځينو کسانو د بدلون خبره مني؛ خو زياتوي چې دا بدلونونه په جرګه کې د لاروڼتيا لپاره راوستل شوي، ترڅو وړ متنفذ کسان جرګې ته لار ومومي.

 صديقي د مژده خبره بې بنسټه بولي او وايي، چې د ترتيب شوي نوملړ له مخې کسان جرګې ته رابلل شوي او کومو کسانو چې فورمې ډکې کړې دي، ټول به په جرګه کې ګډون وکړي.

 د دې د معلوماتو له مخې، تردې مهاله شاوخوا ٤٠٠ کسانو په جرګه کې د ګډون په موخه خپل نومونه ليکلي دي.

 سياسي کارپوه احمد سعيدي،که څه هم چې وايي، دوديزه جرګه مشورتي بڼه لري او پرېکړې يې الزامي نه دي، زياتوي چې د دې جرګې د اجنډا په اړه بايد خلکو ته مخکې معلومات ورکړل شوي وى.  

 سعيدي وايي، چې د اساسي قانون د ٦٥مې مادې له مخې، ولسمشر حق لري، د ځينو مهمو ملي مسايلو په اړه له خلکو سره مشوره وکړي او په وينا يې دا يوه انتصابي جرګه ده، چې د همدې موخې لپاره راغوښتل شوې ده.

 خو هغه  وايي، له دې امله چې تردې مهاله د افغانستان او امريکا دولتونه د ستراتيژيک تړون پر سر موافقې ته نه دي رسېدلي، ښايي جرګه وځنډول شي. 

 خو د دوديزې لويې جرګې د چمتووالي د کمېسيون ويانده صفيه صديقي بيا د جرګې ځنډېدل اوازې بولي او وايي، چې جرګه په خپل وخت جوړېدونکې ده.

 صديقي د جرګې د اجنډا په اړه خلکو ته د جرګې له جوړېدو مخکې معلومات ورکولو او عامه پوهاوي په اړه يواځې دومره وويل چې په دې اړه به په جرګه کې ګډونوالو ته معلومات ورکړل شي .