Language

په ګرشک کې د ترافيکي پېښې له امله  ١٥ تنه مړه شول

لښکرګاه ( پژواک ٢١ لړم ٩٠ ) : د هرات – کندهار پر لويه لاره د هلمند ولايت په مربوطاتو کې ديوې ترافيکي پېښې له امله ١٥ تنه مړه شول .

د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ښادي خان د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن غرمه مهال شاوخوا په دولسو  بجو رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې له کابل څخه هرات ته روان  دسپرليو ٣٠٣ موټر د ګرشک ولسوالۍ ديخچال په سيمه کې لومړى له موټر سايکل سره جنګېدلى ، بيا له سراچه موټر چې کندهار ته روان  و او وروسته له مخامخ را روان کرولا موټر سره جنګېدلى دى.

دى وايي چې په دې ترافيکي پېښه کې په موټرسايکل، سراچه او کرولا کې ١٥ تنه مړه شوي او د ٣٠٣ موټر سپرليو ته زيان نه دى اوښتى.

د ښادي خان په وينا، د ٣٠٣ موټرچلوونکى تښتېدلى او پوليس يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

امنيه قوماندان وويل چې مړي د ګرشک روغتون ته لېږدول شوي او پوليسو ته يې دنده سپارلې، چې د وژل شويو کسانو کورنۍ معلومې کړي.

د ګرشک ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر حاجي همکار پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې ١٦ تنه وژل شوي ، چې يو شمېر يې ښځې او ماشومان هم دي.

نوموړي د ٣٠٣ موټر چلوونکى ګرم وباله او زياته يې کړه چې دوى له ډېر سرعت او بې احتياطۍ څخه کار اخلي.

ديادونې  ده ، چې د تېر لوى اختر ورځو پر مهال په لښکرګاه ښار کې د ترافيکي پېښو له امله ٦٣ کسان ټپيان شوي وو.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ٣٠٣ ډول موټرو له خوا ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.

نن سهار د کابل – لوګر پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې څلور تنه مړه  شول.