مهترلام ( پژواک ٢٢ لړم ٩٠ ) : ايساف ځواکونه وايي چې په لغمان ولايت کې يې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې شپږ وسلوال مخالفين وژلي دي.
په بګرام کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د لړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات يې نن سهار د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړه چې ددوى چورلکو د ګزمې پر مهال اوه وسلوال مخالفين وليدل او له هوا څخه يې پرې بريد وکړ.
د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې هوايي بريد کې شپږ وسلوال مخالفين ووژل شول او يو تن يې ټپي شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ددولت شاه ولسوالۍ امنيه قوماندان رحم خدا پژواک اژانس ته وويل چې دا عمليات نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو شوي دي .
هغه زياته کړه چې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خو نوموړي ته د ا نه وه معلومه ، چې وژل شوي کسان څوک دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې هم په دولت شاه ولسوالۍ کې د پنځو وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP