محمودراقي (پژواک ٢٢ لړم ٩٠): د البيروني پوهنتون محصلين وايي، چې ليليه او د اوسېدو لپاره مناسبې خونې نه لري، چې له امله يې اوړى او ژمى له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د دغه پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د دويم کال محصل احمدضيا پژواک ته وويل، چې اوس دوى ته نوې تدريسي ودانۍ جوړې شوې، چې په دې برخه کې يې تر يوه بريده ستونزه هواره شوې، خو د ليليې ستونزې ته يې پاملرنه نه ده شوې.
هغه وويل، چې په ليليه کې اوړى له ګرمۍ او ژمى له سړو سخت په تنګ شوي دي.
ضيا زياتوي: ((ځيني خونې ډېرې کوچنۍ او د محصلينو شمېر په کې زيات دى، ځينې يې مناسبې کړکۍ نه لري، ځينې د باران پر مهال څڅېږي ، هوا يخه او ستونزې ډېرې دي، چې زموږ پر درسونو يې منفي اغېزه کړې ده.))
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د څلورم کال محصل تواب الله وايي، چې په ټولګي کې د استادانو له خوا ښه تدريس کېږي، خو د دوى د استوګنې خونې ډېرې پخوانۍ او د اوسېدو وړ نه دي.
دى هم وايي، چې د ليليې خونې زړې شوې او د اورښت په وخت کې څڅېږي.
هغه زياتوي: ((ځيني اوتاقونه د نم بوى کوي، چې زموږ سر په کې درد کوي، مطالعه کول په کې ستونزمن دي، بايد موږ ته ښې ودانۍ جوړې شي، چې دا ستونزه مو حل شي.))
د ثناءالحق په نوم د کرنې پوهنځي د لومړي ټولګي زده کوونکي پژواک ته وويل، چې البيروني پوهنتون ښکلى انګړ لري، خو هلکان د ليليې له پلوه ډېرې ستونزې لري.
هغه وايي، چې دوى د ليليې په پخوانيو خونو کې، چې د ګلبهار د نساجي فابريکې ملکيت دى، اوسېږي.
نوموړي زياته کړه: ((زما نيم ټولګيوال په يو ځاى کې، نيم په بل ځاى او نيم يې په بل ځاى کې اوسي، ان له نيم ساعت څخه ډېر مزل وهو، چې د يوبل له ستونزو خبر شو.))
هغه وويل، چې دوى له عمومي پخلنځي په ډېرو ستونزو خپلو خونو ته خواړه وړي.
د البيروني پوهنتون رييس پوهنوال عبدالرشيد عزيز هم د محصلينو د يادو ستونزو پخلى کوي.
هغه وايي، چې د محصلينو شمېر يې زيات دى او له مجبوريته د ګلبهار د نساجي فابريکي په پخوانيو خونو کې اوسېږي.
عزيز زياته کړه، چې دوى يو شمېر خونې په کرايه ورته نيولې، چې هغه هم د اوسېدو لپاره مناسبې نه دي.
هغه پژواک ته وويل، چې د پوهنتون دننه يې يوه نوې ودانۍ، چې د ٢٥٠ محصلينو د ځايولو وړتيا لري، پيل کړې، چې دغه مهال يې اتيا سلنه چارې بشپړې شوې دي.
هغه وويل، چې د دې ودانۍ له جوړېدو سره به د محصلينو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د عزيز په وينا، په البيروني پوهنتون کې د نجونو لپاره د ليليې ستونزه نشته؛ ځکه چې د هغو لپاره په ١٣٨٨ کال کې د ليليې ودانۍ جوړه شوې ده.
د البيروني پوهنتون د رييس په وينا، په دغه پوهنتون کې درې زره محصلين زده کړې کوي، چې يواځې ١٥٠٠ ته يې ليليه ورکول کېږي.
رييس وويل، دغه پوهنتون ټولې ٢٦٥ نجونې محصلينې لري، چې ١٠٥ يې ليليه دي.
هغه زياته کړه، د نجونو لپاره د ليليې ودانۍ د يوې ډنمارکۍ مېرمن له خوا په کال ١٣٨٨ کې جوړه شوې ده.
د البيروني پوهنتون د محصلينو د ليليې د ودانۍ د نشتوالي په اړه د لوړو زده کړو د وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش وايي، چې د دغه پوهنتون د اوو پوهنځيو لپاره يې ودانۍ جوړې کړې دي.
هغه پژواک ته وويل، چې د نجونو ليليه جوړه شوې او په راتلونکې کال کې پلان لري، چې په يوه ځانګړې ساحه کې، چې له پوهنتون او تدريسي خونو سره نږدې وي، د هلکانو لپاره هم ليليه جوړه کړي.
البيروني پوهنتون په ١٣٧٧کال کې تاسيس او اوس د هېواد په کچه د ښو پوهنتونونو په ډله کې راځي، اوه پوهنځي: طب، انجنيري، حقوق، شرعيات، ادبيات، زراعت او تعليم او تربيه لري، چې هر کال ټولنې ته سلګونه کدرونه وړاندې کوي.