ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې بې وخته واورې زرګونه څاروي له منځه وړي دي

په بلخ کې بې وخته واورې زرګونه څاروي له منځه وړي دي

author avatar
13 Nov 2011 - 16:11
په بلخ کې بې وخته واورې زرګونه څاروي له منځه وړي دي
author avatar
13 Nov 2011 - 16:11

مزارشريف (پژواك۲۲ لړم۹۰) : كه څه هم د بلخ ولايت دكرنې او اوبولګولو  چارواكي او  كروندګر شوې واوره د روانې وچكالۍ د پاى ته رسېدو لپاره نېك شګون ګڼي؛ خو مالداران بيا نالښت كوي، چې شوې واوره بې وخته وه، چې له امله يې زرګونه څاروي له منځه وړي دي.

په بلخ ولايت كې د لوى اختر په درېيمه له دوه ورځنيو بادونو  وروسته د نورو کلونو په پرتله د واورې د وريدو له موسم وړاندې له ۲۰ سانتي مترو تر ۵۰سانتي مترو پورې واوره وشوه.

د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونكي حاجي جمعه الدين پژواك خبري اژانس ته وويل: ((په دې كې خو شك نشته چې واوره بې وخته وشوه، خو بې ګټې به نه وي.))

نوموړي زياته كړه، سربېره پر دې ، چې دې واورې ده ته زيان اړولى ، خو ورته خوشاله دى.

د هغه په وينا ، په لس جريبه ځمكه كې يې ګلپي كرلي و، يوه زياته برخه يې  د اختر په شپو ورځو كې په پټي کې پاتې و، چې د شوې واورې له امله يخ ووهل او ماركېټ ته يې ونه شواى رسولى.

جمعه الدين وويل، چې د ده په څېر د ډېرو كروندګرو د ځينو كښتونه حاصلات لا هم په ځمكو كې پاتې و، چې واورې پرې وشوې او له منځه لاړل.

د چمتال ولسوالۍ د جركلا كلي اوسېدونكي صاحب الدين پژواك ته وويل، چې هېڅ ګومان يې نه كاوه، چې په دې شپو ورځو كې دې واوره وشي.

نوموړي زياته كړه، چې واورې يې شپږ جريبه پنبه خرابه كړې، چې هېڅ ترې لاس ته نشي راوړلى.

د هغه په وينا ، كروندګر د واورې د كېدو نېټه په اټكليزه توګه له ځانه سره جوړه كړې وي، چې د وخت په راتلو ورته چمتوالى نيسي؛ خو شوې واوره تر دې بې وخته وه او چاته يې د چمتوالي وخت ورنكړ.

خو صاحب خان شوې واوره د زيانونو سربېره د تېر كال د وچكالۍ د پاى ته رسېدو لپاره نېك شګونه  وګڼله.

نوموړي زياته كړه، چې تېر كال يې ځمكې وچكالي ډېرې ځپلې دي .

د هغه په وينا ، كه چېرې د واورې د كېدو جريان همداسې پاتې شي؛ نو ډاډه دى، چې سږكال به په شمال كې د وچكالۍ ستونزه تر ډېره حل شي.

كه څه هم دمګړى په بلخ كې شوې واوره په ويلي کيدو ده؛ خو د دغه ولايت مالداران بيا اندېښنه لري، چې كه چېرې بيا وشي ، نو مالونه به يې په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

د دغه ولايت مالداران وايي، چې د شوې بې وخته واورې له امله يې په زرګونو څاروي له منځه تللي او په زرګونو نور يې د خوراكي توكو د كمښت له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د كشندې ولسوالۍ اوسېدونكي سيف الدين پژواك ته وويل: ((شوې واوره دومره ناڅاپي وه، چې د مالونو د راټولولو وخت يې هم رانكړ.))

نوموړي زياته كړه، چې ۹۸۰ څاروي لري، چې د همدې ولايت په مالچرونو كې څري؛ خو تېرې ناڅاپي واورې په دښتې كې ايثار كړل او ۴۳۰ څاروي يې له منځه لاړل.

د هغه په وينا يو خو د تېر كال د وچكالۍ له امله د خواركي توكو د كمښت ستونزه وه، ورپسې په ناڅاپي توګه واوره وشوه، چې له دوى لار وركه كړه.

د دولت اباد ولسوالۍ مالداران هم د واورې له امله د خپلو مالونو مرګ ژوبلې خپه كړي دي او له دولته د خواركي توكو د مرستې غوښتنه كوي.

د همدې ولسوالۍ د كوچيانو مشر خالو پژواك ته وويل، چې په دې ولسوالۍ كې د تېر واورې له امله د بېلا بېلو مالدارنو ۷۰۰ څاروي له منځه تللي دي.

نوموړي زياته كړه، چې كه  ورسره دولت د خوراكي توكو مرسته ونكړي ، نو لرې نه ده، چې په سلګونو نور څاروي هم له منځه لاړ شي.

د شمال زون د كوچيانو مدير هم په بلخ ولايت كې د شوې واورې له امله د څارويو د له منځه تلو پخلى كوي.

د كوچيانو مدير محمد فاروق پژواك اژانس ته وويل، چې د شوې واورې له امله په بلخ ولايت كه څه كم ۵زره څاروي له منځه تللي دي.

نوموړي زياته كړه، چې په دغو شپو ورځو كې مالونه په دښتو كې په څر اخته وو، چې په ناڅاپي توګه له واورو سره مخ شوي او له منځه تللي دي.

د هغه په وينا، د تېر كال د وچكالۍ له امله دښتې  شنې نه وې او دولت هم له مالدارنو سره د څارويو د خوراكي توكو مرسته نه وه كړې نو ځكه له زيان سره مخ شول.

د كوچيانو مدير ګواښ وكړ، چې كه   له مالدارانو سره  مرسته ونشي نو لرې نه ده، چې د بلخ ولايت ډېرى څاروي له منځه لاړ شي.

خو د دغه ولايت د كرنې او مالدارۍ رييس كاتب شمس كه څه هم د څارويو لپاره د خوراكي توكو د مرستو د پيدا كېدو ژمنه وكړه، خو زياته يې كړه، چې د شوې واورې له زيانونو ګټې ډېرې دي.

نوموړي پژواك ته وويل، شوې واورې د روان كال په اوږدو كې تر ډېره د وچكالۍ اندېښنې له منځه  يوړې.

د هغه په وينا،له  مالدرانو سربېره يې ځينو كښتونو ته هم زيانونه واړول ، خو د وچكالۍ د له منځه وړلو د ګټې په پرتله يې زيان بيا هم ډېر كم و.

شمس هيله څرګنده كړه، چې كه  د ژمي تر رسيدو پورې يو ځل بيا هم واوره وشي نو په پوره توګه به د وچكالۍ اندېښنې له منځه لاړې شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.