ميدان ښار(پژواک ٢٢ لړم ٩٠): په ميدان وردګو ولايت کې د څه کم پنځو ميليونو ډالرو په لګښت ځينې بشپړې شوې پروژې پرانېستل شوې او د ځينو نورو د جوړولو چارې پيل شوې.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد دلړم په ٢٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ميدان ښار د فرعي سړکونو او کوڅو پخولو پروژه ، چې دامريکا دپرمختيايي ادارې (USAID) د(٣ ،٢) ميليونو ډالرو په لګښت يو کال مخکې پيل شوې وه بشپړه او نن د يو لړ مراسمو په ترځ کې پرانېستل شوه .
هغه وويل چې په دې پروژه کې پر ديارلس اعشاريه څلور کيلومترو سړکونو کريړاچول او د ۲۷ کيلومترو په اوږدوالي د پلي لارو او سړکونوجوړول او ترڅنګ يې دلښتيو پخول شامل وو .
دشاهد په وينا،دا پروژه چې د مرکزي اسيا پرمختيايي ډلې (CDAG) موسسې له خوا د يوه کال په موده کې بشپړه شوه، هر ورځ پکې ۹۰۰ بې روزګاره ځوانانو ته دکارزمينه برابره شوې وه.
د شاهد په وينا، دامريکا دپرمختيايي ادارې (USAID) د څه باندې دوه سوه زره امريکايي ډالرو په مالي مرسته د ميدان ښار د سپورټي لوبغالي بيارغول هم پيل شول .
هغه وويل چې په دې پروژه کې چې په څلورو مياشتو کې به بشپړه شي د دې لوبغالي د۱۱۷ مترو احاطوي ديوال جوړول، دلوبغاړو لپاره سپورټي خونې،دچمنونو رغول،دپليو او منډې وهلو لارو جوړول،دموټرو لپاره دتم ځايونو جوړول،دسولرونو نصبول، دڅوکيو جوړول او دمرمرينو تيږو فرشول شامل دي، چې په جوړيدو سره به يې ځوانانو ته دسپورټي اسانتياوو ښه چاپيريال برابرشي.
په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي دا ټولنيزې پروژې د ښار دبڼې دبدليدو ، د ښه چاپيريال په رامنځته کيدو اوځوانانو ته دکارپه پيداکيدو کې مهمې وبللې .
د ولايتي شورا رييس محمد حضرت جانان په دې ولايت کې د رغاونې د چارو دوام د امنيت په تامين کې اغيزمن وباله او د پراختيا غوښتنه يې وکړه.
دميدان وردګو د والي وياند په وينا، دامريکا دپرمختيايي ادارې(USAID) له خوا په دې ولايت کې دڅه باندې دوه ميليونو ډالرو په ارزښت څلور نورې پروژې هم منظور شوي ، چې پکې د فرعي سړکونو قيرکول، په اساسي ډول د پليو لارو جوړول،دښار دهټيو ترمخې دويالو جوړول او د ښځو اوماشومانو لپاره پارک جوړول شامل دي ، چې ډير ژر به يې چارې پيل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP