کابل (پژواک ٢٣ لړم ٩٠): د ايساف يو چارواکى وايي، د وسلوالو طالبانو وروستي بريدونه، چې په کې ملکي وګړي وژل شوي، ښيي چې طالب مشرانو پر خپلو جنګياليو واک له لاسه ورکړى دى.
د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د اړيکو مرستيال بل ټرولف (Bill Truelove) په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د وسله والو طالبانو مشر ملامحمد عمر له لوى اختر مخکې له خپلو جنګياليو غوښتي وو، چې په خپلو بريدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته پاملرنه وکړي.
خو د ده په وينا، د طالبانو د مشر له دې غوښتنې وروسته د وسله والو طالبانو په بېلابېلو بريدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې دا ډاګه کړه، چې هغوى نور د خپل مشر امر نه مني.
د خپرو شويو خبرونو له مخې، د لوى اختر په لومړۍ ورځ په بغلان ولايت کې، په يوه ځانمرګي بريد کې د ملکي وګړو او پوليسو په ګډون ٧ تنه ووژل شول او ١٧ نور ټپيان شول.
دغه راپورونه ښيي، چې د لړم په ١٧مه د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د سړک د غاړى په ماين چاودنه کې ٢ پوليس او نهه ملکي وګړي ووژل شول.
د ايساف د ياد چارواکي په وينا، د وسله والو طالبانو مشر ويلي، له هغو کسانو به پوښتنه وشي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.
هغه زياته کړه: ((خو موږ تر اوسه د دې ډول بريدونو پر وړاندې، چې په بې پروايۍ ترسره شوي، هېڅ ډول غبرګون نه دى ليدلى.))
دغه راز سرچينه زياتوي، چې د وسله والو طالبانو له مشرانو يې داسې هېڅ هم نه دي اوريدلي، چې د خپلو جنګياليو دا ډول کړنې يې غندلي وي.
هغه زياته کړه: ((دا روښانه ده، چې د طالبانو مشرتابه پر خپل سازمان واک له لاسه ورکړى دى.))
وسله والو طالبانو تر دې دمه د ايساف د ياد چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
د بل ټرولف يادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ايساف ځواکونو په بريدونو کې هم ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP