Language

د دولت دوه مخالفين وژل شوي او ٩ نور نيول شوي دي

لښکرګاه-غزني (پژواک ٢٣ لړم٩٠): افغان او ايساف ځواکونو په غزني او هلمند ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال د دوو مخالفينو د وژلو او ٩ نورو د نيولو خبر ورکړ.

د غزني امنيه قومندان مل پاسول زړور زاهد د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ناټو ځواکونو تېره شپه يوه بجه د ده يک ولسوالۍ د بالاى په کلي کې عمليات ترسره کړل.

نوموړى وايي، په عملياتو کې يو تن وژل شوى او شپږ نور ناټو ځواکونو له ځان سره بيولي دي.

امنيه قوماندان دغه کسان مخالف وسله وال بولي او زياتوي، چې د وژل شوي کس او پاتې شپږو تنو د هويت معلومولو پلټنه يې پيل کړې ده.

ده يک د غزني ښار ختيځ ته په شل کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې په دې وروستيو کې نا امنه شوې ده.

وسله وال طالبان هم دا مني، چې د ده يک په ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو پر طالبانو چاپه اچولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وژل شوي خپل طالب ملګرى يادوي او ژوندي نيول شوي کسان د سيمې عادي خلک بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې هم په ورته پېښه کې د غزني مرکز اړوند د خنجر په کلي کې بهرنيو ځواکونو چاپه وهلې وه او څلور تنه يې له ځان سره وړي وو.

د يوه بل خبر له مخې، د هلمند د مارجې ولسوالۍ د تريخ ناور په سيمه كې پرون ناوخته هغه مهال نښته رامنځته شوه، كله چې وسله والو مخالفينو د ايساف ځواكونو پر ګډې ګزمې بريد وکړ.

د هلمند ولايت له مقام څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ځوابي ډزو کې يو وسله وال ووژل شو او درې نور، چې يو يې ټپي هم و، له وسلو سره ونيول شول.